د دوهم واده کولو له امله ښځې خپل خاوند وژلی

د خیبر پښتونخوا سوات ولسوالۍ مينګوره کې يو ښځې خپل مېړه له دې امله وژلی، چې دوهم واده يې کړی و.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د مينګورې يو اوسېدونکي شير علي څو مياشتې وړاندې دوهم واده کړی و، چې له امله يې د لومړنۍ ښځې او شير علي اړيکې ډېرې ترينګلې وې.

تېره شپه د شيرعلي او اولې ښځې ترمنځ کورنۍ شخړې په فزيکي تاوتريخوالي واوښتې، ښځې يې پر خپل مېړه د توپانچې ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.

پوليس وايي، چې د شيرعلي ښځه له کوره تښتېدلې او دوی يې د نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي.

د شير علي او وژونکې ښځې کورنۍ تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د