افغانستان

اعتراف : دلوګر ۳ ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي.

 د کابل ادارې  له لوري په د لوګر پخوانی والي عتيق الله لودين وايي ،چې په لوګر ولايت کې يو شمير ولسوالۍ له سقوط سره مخا مخ دي.
نوموړی وايي، جې په دې ولايت کې ورځ تر بلې امنيت دخرابيدو په حال کې دی.
دی وايي څو ورځې وړاندې په څرخ ولسوالۍ باندې  طالبانو بريد کړی وو،چې بشپړه ودانۍ یې تر ډېرې مودې  په خپل  لاس کې وه چې په پای کې د لوګر  ادارې نه ، بلکې د  بهرنیو ځواکونو دهوايي بمبار له امله بيرته ونيول شوه.
لودين وايي په لوګر ولايت کې واليان او د ادارې مامورين په خپلو کارونو کې پاته راغلي .

نوموړی داهم وايي ،چې که چېرې داخلي ځواکونو ته واک وسپارل شي بیا به هم ونه توانيږي ،چې ،ازره،څرځ،او خروار ولسوالۍ وساتي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x