د ګډ حکومت او سعودي ترمینځ اړیکي ترینګلي شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د واک په لومړیو کې سعودي عربستان ته په بې ساري ډول نږدې شو او په لومړي رسمي سفر دغه هیواد ته تللی وه.

اشرف غني چې د پاکستان په څېر یې په سعودي عربستان هم ګومان درلود چې په طالبانو نفوذ لري، له سعودي چارواکو څخه يې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د مرستې او همکارۍ ټینګه غوښتنه کړې وه. نوموړي په همدې تمه چې ښايي سعودي به طالبان خبرو ته حاضر کړي، تېر کال د یمن په جګړه کې د سعودي ملاتړ هم اعلان کړ.

خو وروستي راپورونه وايي چې د ګډ حکومت او سعودي عربستان ترمینځ اړیکي مخ په سړېدو او د ترینګلتیا حد ته رسیدلي دي.

په دې وروستیو کې سعودي عربستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره د نوي پوځي اتحاد د جوړېدو اعلان وکړ چې تر اوسه په کې د پاکستان او ترکیې په ګډون ۳۴ اسلامي هیوادونو غړیتوب اخیستی. اشرف غني چې د یمن په جګړه کې يې د سعودي ملاتړ کړی وه دا ځل یې د نوموړي اتحاد په اړه منفي څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې ستونزې باید د زور پر ځای په ډیپلوماتیکو لارو حل شي. د نوموړي دغه څرګندونې له ګډحکومت څخه د سعودي د خفګان لامل ګرځیدلي.

نن ټکی اسیا ته یوې باوري سرچینې ویلي چې څه موده وړاندې د کابل په هوايي ډګر کې یو سعودي ډیپلومات غوښتل چې د ډیپلوماتیکو اصولو له مخې د ټاکل شوې حد څخه زیات د شرابو بوتلونه راوړي، چې امنیتي چاوراکو یې مخه ونیوله. د سعودي ډیپلومات د ټینګار له کبله موضوع د سعودي سفارت، د بهرنیو چارو وزارت او ارګ پورې ورسېده خو ولسمشر اشرف غني یې په ځواب کې وویل چې «سفارت دې وتړي». سرچینه زیاتوي چې سعودي حکومت دغه اقدام د ځان سپکاوی وباله او ګواښ يې وکړ چې دغه چلند به له افغان حکومت سره د دوی په اړیکو بې اغیزې نه وي.

دا چې ولې د ولسمشر اشرف غني او سعودي عربستان ترمینځ اړیکي خراب شوي، په اړه یې شننونکي بیلابیل نظرونه لري.

څرنګه چې په ګډ حکومت کې شیعه ګان او شمالي ټلواله غوښنه برخه لري او دواړه له ایران سره تاوده تعلقات ساتي، نو داسې باورونه شته چې له سعودي سره د اشرف غني نږدې اړیکي په ګډ حکومت کې د نوموړي د ایراني پلوو سیالانو څخه اغیزمنې شوې وي. تېر کال چې کله د ارګ ګلخانې ماڼۍ د یمن په جګړه کې د سعودي ملاتړ اعلان کړ، څو ساعته وروسته داسې راپورونه تر ګوتو شول چې د ولسمشر له دې پرېکړې سره د سپیدار ماڼۍ ټینګ مخالفت کړی او له سعودي عربستان څخه د ملاتړ اعلان یې د ولسمشر اشرف غني شخصي نظر بللی.

خو ځیني کتونکي په دې باور دي چې ولسمشر اشرف غني ګومان درلود چې طالبان به د سعودي تر نفوذ لاندې وي او کولای شي چې طالبان خبرو ته حاضر کړي، خو څرنګه چې سعودي حکومت په دې برخه کې د پاموړ لاسته راوړنه نه درلوده، اشرف غني نهیلی شو او د پاکستان په څیر یې په سعودي عربستان هم باور بایلود.

خو له بلې خوا یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې د کابل حکومت په بهرني سیاست د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ سیوری غوړیدلی، دا چې په دې وروستیو کې د سعودي او امریکا ترمینځ د باور فضا له مینځه تللی او ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتیږي، نو د کتونکو په باور د امریکا له ملاتړه برخمن ګډ حکومت اړ دی چې له سعودي عربستان سره د اړیکو لپاره په خپل سیاست کې بدلون راولي او لږ تر لږه یې په اړه بیاکتنه وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه

لمړی ، سعودی شاهزادګان به دومره ساده ګان نه وی چه په اشغال شوی هیواد اداره د یو مستقل حکومت خیال وساتی ، غنی بیجاره هغه دی چه څه ورته وویل شی چه دا ووایه او دا وکړه هماغه وایی او هماغه کوی نو د داسی حکومت سره د سعودی باور لرل یا کوم تړون کول او داسی نور به د سعودی شاهی کورنی د پاره یو حماقت وی . دوهم : هو د امریکا او سعودی اړیکی تر پخوا ډيری ترینګلی څه چه د امریکا له خوا د سعودی د حلالکی وخت رارسیدلی او د سعودی د لمړی درجه… نور لوستل »