د ګډ حکومت او سعودي ترمینځ اړیکي ترینګلي شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د واک په لومړیو کې سعودي عربستان ته په بې ساري ډول نږدې شو او په لومړي رسمي سفر دغه هیواد ته تللی وه.

اشرف غني چې د پاکستان په څېر یې په سعودي عربستان هم ګومان درلود چې په طالبانو نفوذ لري، له سعودي چارواکو څخه يې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د مرستې او همکارۍ ټینګه غوښتنه کړې وه. نوموړي په همدې تمه چې ښايي سعودي به طالبان خبرو ته حاضر کړي، تېر کال د یمن په جګړه کې د سعودي ملاتړ هم اعلان کړ.

خو وروستي راپورونه وايي چې د ګډ حکومت او سعودي عربستان ترمینځ اړیکي مخ په سړېدو او د ترینګلتیا حد ته رسیدلي دي.

په دې وروستیو کې سعودي عربستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره د نوي پوځي اتحاد د جوړېدو اعلان وکړ چې تر اوسه په کې د پاکستان او ترکیې په ګډون ۳۴ اسلامي هیوادونو غړیتوب اخیستی. اشرف غني چې د یمن په جګړه کې يې د سعودي ملاتړ کړی وه دا ځل یې د نوموړي اتحاد په اړه منفي څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې ستونزې باید د زور پر ځای په ډیپلوماتیکو لارو حل شي. د نوموړي دغه څرګندونې له ګډحکومت څخه د سعودي د خفګان لامل ګرځیدلي.

نن ټکی اسیا ته یوې باوري سرچینې ویلي چې څه موده وړاندې د کابل په هوايي ډګر کې یو سعودي ډیپلومات غوښتل چې د ډیپلوماتیکو اصولو له مخې د ټاکل شوې حد څخه زیات د شرابو بوتلونه راوړي، چې امنیتي چاوراکو یې مخه ونیوله. د سعودي ډیپلومات د ټینګار له کبله موضوع د سعودي سفارت، د بهرنیو چارو وزارت او ارګ پورې ورسېده خو ولسمشر اشرف غني یې په ځواب کې وویل چې «سفارت دې وتړي». سرچینه زیاتوي چې سعودي حکومت دغه اقدام د ځان سپکاوی وباله او ګواښ يې وکړ چې دغه چلند به له افغان حکومت سره د دوی په اړیکو بې اغیزې نه وي.

دا چې ولې د ولسمشر اشرف غني او سعودي عربستان ترمینځ اړیکي خراب شوي، په اړه یې شننونکي بیلابیل نظرونه لري.

څرنګه چې په ګډ حکومت کې شیعه ګان او شمالي ټلواله غوښنه برخه لري او دواړه له ایران سره تاوده تعلقات ساتي، نو داسې باورونه شته چې له سعودي سره د اشرف غني نږدې اړیکي په ګډ حکومت کې د نوموړي د ایراني پلوو سیالانو څخه اغیزمنې شوې وي. تېر کال چې کله د ارګ ګلخانې ماڼۍ د یمن په جګړه کې د سعودي ملاتړ اعلان کړ، څو ساعته وروسته داسې راپورونه تر ګوتو شول چې د ولسمشر له دې پرېکړې سره د سپیدار ماڼۍ ټینګ مخالفت کړی او له سعودي عربستان څخه د ملاتړ اعلان یې د ولسمشر اشرف غني شخصي نظر بللی.

خو ځیني کتونکي په دې باور دي چې ولسمشر اشرف غني ګومان درلود چې طالبان به د سعودي تر نفوذ لاندې وي او کولای شي چې طالبان خبرو ته حاضر کړي، خو څرنګه چې سعودي حکومت په دې برخه کې د پاموړ لاسته راوړنه نه درلوده، اشرف غني نهیلی شو او د پاکستان په څیر یې په سعودي عربستان هم باور بایلود.

خو له بلې خوا یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې د کابل حکومت په بهرني سیاست د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ سیوری غوړیدلی، دا چې په دې وروستیو کې د سعودي او امریکا ترمینځ د باور فضا له مینځه تللی او ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتیږي، نو د کتونکو په باور د امریکا له ملاتړه برخمن ګډ حکومت اړ دی چې له سعودي عربستان سره د اړیکو لپاره په خپل سیاست کې بدلون راولي او لږ تر لږه یې په اړه بیاکتنه وکړي.

تبصرې (1)

  • لمړی ، سعودی شاهزادګان به دومره ساده ګان نه وی چه په اشغال شوی هیواد اداره د یو مستقل حکومت خیال وساتی ، غنی بیجاره هغه دی چه څه ورته وویل شی چه دا ووایه او دا وکړه هماغه وایی او هماغه کوی نو د داسی حکومت سره د سعودی باور لرل یا کوم تړون کول او داسی نور به د سعودی شاهی کورنی د پاره یو حماقت وی .
    دوهم : هو د امریکا او سعودی اړیکی تر پخوا ډيری ترینګلی څه چه د امریکا له خوا د سعودی د حلالکی وخت رارسیدلی او د سعودی د لمړی درجه شاهانو دوره هم مخ په ختمیدو ده ، له سلیمان وروسته نوبت وریرونو ته رسیږی او هغوی به هر یو ځان تر نورو د شاهی کولو وړ ګنی ممکن دا کار د شاهزادګانو یا شاهی کورنی د منځه وړلو سبب شی او لا به دغه وخت د ایران د پاره د مناسب ګذار وخت وی ، له دی وروسته به د کعبی واک شیعه ګانو ته ورکړی ، ، کور ا کور به د شیعه ګانو او سنیانو جنګ وی . د دی امله هر هغه اسلامی هیواد چه د امریکا خبره منی یا یی مستعمری دی د هغو اړیکی به خامخا د سعودی سره قطع کیږی .
    دریم : دا چه د شرابو بوتلی یی له خپل حده زیاتی غوشتی ، دا یوه بهانه ده ، کمونست او سکولریست غنی یی تر هغو زیات شراب چښی ، که چیری غنی په رښتیا د شرابو مخالف وی د لږ حد او ډیر حد شرابو جواز دواړه د اسلام له مخی حرام دی اول د شرابو شتون په اسلامی هیواد کی حرام دی دا خبره لا ثابته شوه چه د غنی حکومت سربیره په نورو فساد ، درغلیو ، ب یکفایتیو ، د اسلام خلاف کړنی تر سره کوی ، خو زه دا وایم چه دا یی د عربانو د سپکاوی د پاره کړی ، مګر دا چه لمړی نه دوهم متفکر دی ځان یی هم پکی نغښتی او ناولی کړی دی ، تر عربانو یی ده ده ډير ضرر متوجه دی.
    څلورم : څومره چه معلومیږی د سعودی اوسنی پاچا خارجی پالیسی د پاچا عبدالله پرتله ډیر توپیر لری ، د نوی پاچا نوی پالیسی شاید د امریکا د غرور په مقابل کی د امریکا د پاره سپکاوی وی . په هر صورت د سعودی او ایران جنګ ډير نزدی معلومیږی شاید ددی باچا تر مرګه صبر وکړی او لا به د دهه وخت کی څه خدای ناخواسته پیښ شی .
    پنځم : دا چه سعودی د ۳۴ اسلامی هیوادو د ملتیا خبره کوی په هغه هیوادو کی په سلوک سل او یا به سلو کی نهه نوی د امریکا غلامان دی ، ښه مثال یی پاکستان ،ترکیه او مصر دی . په منځنی ختیز کی زه حالات د سعودی په ګټه نه وینم ، هلته اسراییلو ډير زیات کار کړی سعودی یی قوس کی راوستی ،
    شپږم : سعودی چه هر څومره کمزوری هم شی د افغاسنتان غلامه اداره ورسره حتی د مقایسی وړ هم نه ده ، افغانستان چه د طالبانو توان نه لری د سعودی سره به د څه مرسته وکړی چه د یمن لاپه یی ورته وهله او یا اوس ورسره په دی اتحاد کی د ملاتړ اعلان وکړی غنی بیچاره له کلونو رالویدلی د خبل حکومت د سقوط میاشتی شماری تر څو به امریکا خوله کی د ماشومانو به شان خواړه اوبه وراچوی چوشک به یی ورته خوله کی ایښی وی ، که امریکا په دی بوه شی چه طالبان مهارولی نه شی امریکا به یی هم له ملاتړه لاس واخلی د امریکا د ملاتړ د بندیدو سره سم لکه دهوا ودانی د کابل فاسده اداره به سمدلاسه سقوط کوی ، حتی که طالبان نه وی د دوی دننه دومره درزونه دی چه خپلو کی یو بل له منخه وړی امریکا به یی د کوم کار مخه ونیسی ، مننه