نړۍ

د قطر امیر خپل زوی ته تر واک تېریږي

د قطر هېواد د باوري سرچېنو د خبر له مخې ،سبا د قطر امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني خپل زوی شهزاده تمیم خپل ځایناستی ټاکي.

شهزاده تمیم بن حامد آل ثاني ۳۳ کلن دی او په سیاست او ديپلوماسۍ کې د پخې تجربې څښتن بلل کېږي.

په قطر کې د الجزیزه تلویزیوني شبکې مرکزي دفتر خبر ورکوي، چې ښاغلي شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني نن دوشنبه خپل مشاوران او د کورنۍ غړي ملاقات ته وربللي ول او هغوی ته یې د زوی په اړه خپل تصمیم په ډاګه کړ.

ویل کېږي ، سبا (سه شنبه،د جون  ۲۵/ ۲۰۱۳ع) به نوموړی ولس ته وینا واوروي او ورسره جوخت به پر دې ورځ په ټول هېواد کې ملي جشن اعلان کړي.

د قطر هېواد د قدرت واګې له کابو تېرو ۱۵۰ کلونو راهیسې د آل ثاني کورنۍ په منګولو کې دي.  د قطر اوسني امیر په ۱۹۹۵ع کې د خپل پلار څوکۍ اشغال کړه.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x