افغانستان

چارواکو د روزګان په چهارچينو کې د ۱۲ امنیتي پوستو له لاسه وتل ومنل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان په چهارچينو کې د پیل شوې جګړې په اوږدو کې امنیتي مسوولینو تر اوسه د ۱۲ امنیتي پوستو د له لاسه وتلو پخلی کړی دی.

دغه جګړه چې تېره شپه پیل شوې لا هم روانه ده، چې د امنیتي مسوولینو په قول د ولسوالۍ د سقوط وېره يې غښتلې کړې ده.

د چهارچينو ولسوالۍ امنیه قومندان ولي داد وايي چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر دفاعي پوستو بريدونه پیل کړل، چې تر اوسه يې دوولس پوستې له امنیتي ځواکونو نيولې دي.

ولي داد په دې جګړه کې تر اوسه د اوو عسکرو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو منلي او ويلي يې دي چې یوولس طالبان يې هم وژلي دي.

نن سهار طالب ویاند قاري یوسف احمدي د لسو امنیتي پوستو د نیولو خبر ورکړ، خو نږدې درې ساعته وروسته د چهارچينو امنیه قومندان د ټولو له لاسه وتلیو پوستو شمېر ۱۲ یاد کړ.

قومندان ولي داد پر مرکزي حکومت د مرستې غږ وکړ او ويې ويل چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو پر وړاندې بې دمې شوې دي که تازه مرسته ور ونه رسېږي همدا نن به د ولسوالۍ د سقوط شاهدان وي.

دغه ولسوالۍ چې له مرکز ترینکوټ نه نږدې ۱۲۰ کیلومتره شمال لوري ته پرته ده، ټولې لارې يې د طالبانو له لوري تړل شوي دي، چې محاصره ځواکونه ښايي د هوايي مرستې تمه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x