افغانستان

ننګرهار: ۵۳ تنه داعشي وسله وال له دولت سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي ادعا کوي چې دوی ته ۵۳ تنه وسله وال چې زیات شمېر یې داعشیان دي تسلیم شوي او خپلي وسلې یې پر ځمکه ایښي دي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي ویلي چې په تسلیم شویو کسانو کې یو شمېر قومندانان هم شامل دي.

که څه هم د ننګرهار چارواکي تسلیم شويو کې یوازې ۱۰ تنه داعشي جګړه مار بولي، خو نن ټکی اسیا ته رسېدلي معلومات ښيي چې په تسلیم شویو کسانو کې ډېری د داعش جنګیالي دي.

د سرچینې په وينا په تسلیم شویو کسانو کې زیات شمېر يې هغه داعشي جګړه مار دي چې مخکې د طالبانو په لیکو کې جنګېدل اوس یې له داعش سره د وفادارۍ ژمنه کړې وه.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار ځايي چارواکو د داعش ډلې د ځينو قومندانانو د تسیلمۍ خبر ورکړی و.

د تېر کال د لړم په څلورمه د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې د داعش له لوري تش په نوم د کوټ ولسوال قاري یاسر، امنیه قومندان خالد واسکټي، نظامي مسوول او ښاروال ملا ورک او د یوه شل کسیز ګروپ قومندان قاري اسرار د «واقعیت په درک کولو سره» دوی ته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا خبر د داعش د یو پیاوړی او خپلواک مخالف خوځښت د څرګندولو په خاطر نشر او خپور شوی وښیی چه داعشیان اربکان نه دی ، د داعشیانو تسلیمی غلامی اداری ته لکه چپ لاس چه شی لاس ته تسلیم شی داعشیان په عراق کی د اشغالګرو تولید او افغانستان کی د غلامانو او بادارانو په ګډه تولید دی چه د مجاهدینو په مقابل کی یی په غرونو او غارونی کی وچنګوی ، دوی اکثره د حزب اسلامی غړی دی هغوی کی ناراضه طالبان نشته څوک چه له طالبانو ناراضه کیږی دامعنی لکه څوک چه د ډالرو په خاطر له… نور لوستل »

(عمر)

بسم الله الرحمان الرحيم اول نه تر اخره پوري يوه حقه دله شته او دالله او د دجال اويا شيطان مقابله وي او هميش د الله لشكر كامياب وي خو رازو گورو افغانستان او بيا تول جهان ته چي كومه حقه دله ده او د جنودالرحمان لشكر كوم يو دي كه له طالبه شيرو وكرو خو طالب خو اوس هم لارو د دالرو په بدل كي يي مهاجرين ووزل او ملا منز صور خو اوس هم د اي اس اي خانه دامات دي چي په همدي خبره تاسو سره سو نفرو بحث كري وو چي بيا مو گلان كرلي وو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x