افغانستان

اجراییه رییس د نور په خوښه دندې ویشلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): اجراييه رییس د اساسي قانون خلاف د عطا محمد نور په غوښتنه تر خپل صلاحیت پورته دندې ویشلې او د نور ور معرفي شوي کسان يې پرې ګومارلي.

رسنیو ته په ګوتو ورغلي اسناد ښيي چې د شمال جګړه مار عطامحمد نور اجراييه رییس عبدالله عبدالله ته د محمد عظیم عظیمي او احمد مسعود قیومي د معرفۍ مکتوب لېږلی او ترې غوښتي يې دي چې په ترتیب سره يې حیرتان بندر کې د اوبلن ګاز او نفتي موادو مشر او د دې بند د خدماتو د مشر په توګه وټاکل شي.

احمد مسعود قیومي تر دې وړاندې د نور له خوا د حیرتان بند د خدماتو د سرپرست په توګه کار کاوه، خو د تېر کال د کب د میاشتېې په ۱۵مه عطامحمد نور اجراییه رییس ته مکتوب لېږلی او د قیومي د رسمي تاييد غږ يې پرې کړی.

اجراییه ریاست د عطامحمد نور تر مکتوب څلو ورځې وروسته د کب پر ۱۹مه د احمد مسعود قیومي د مقررۍ امر ورکړی او هم محمد عظیم عظیم د حیرتان بند د اوبلن ګاز او نفتي موادو د مشر په توګه مقرر کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د تېر کال د مرغومي پر ۱۲ د ولسمشر هغه فرمان تایید شو، وچې د لومړي او دویم بست د مامورینو د مقررولو واک د اړوندو ادارو چارواکو ته وسپارل شو.

تر دې وړاندې په لومړي او دویم بست کې د مقررۍ واک د ولسمشر په منظورۍ د اداري اصلاحاتو او مکلي خدمتونو له کمیسیون سره و.

د اجراییه ریاست سلاکار سید اقا فاضل سانچارکی دا د اجراییه رییس له لوري له خپل مقام نه ګټه اخیستنه بولي او وايي چې ولسمشر دا واک نه دی ورکړی.

هغه وايي چې عبدالله عبدالله ته ولسمشر د لومړي او دویم بستونو د مقررۍ واک نه دی ورکړی، خو هغه پخپله له خپل واک نه په ګټې دا ګومارنې ترسره کړې دي.

د مشرانو جرګې منشي عبدالروف انعامي وايي چې په دې ګومارنه کې قانون په نظر کې نه دی نیول شوی، بلکې د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د شوي هوکړه لیک پر اساس دا ګام اخیستل شوی دی.

د بلخ د والي ویاند هم منلي چې د دوی دفتر د یادو کسانو د مقررۍ وړاندیز کړی و، منیر فرهاد د عطامحمد نور ویاند وايي چې د دوی مقرري رارسېدلې او دوه ورځې وروسته به خپلې دندې پیل کړي.Asnad-ghal-abdula

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x