بیړنی خبر: په کابل کې درنه جګړه روانه ده،دارګ ماڼۍ اووزارت دفاع تر برید لاندي دي.
له کابل نه تازه ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي ، نن سهار وختي ۶بجې شاوخوا دکابل په زړه کې دیو شمیر سرښندونکو له لوري دارګ پرمشرقي دروازه ،وزارت دفاع او په اریانا هوټل باندي ډلیز برید ترسره شو. وروستي ترلاسه شوي راپورونه وایي تراوسه پوري شل درنې چاودنې ترسره شوې چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.
دابرید په تاسې حال کې ترسره شوی ،چې نن ورځ کرزي دارګ ماڼۍ ته ژورنالستان دیوه مطبوعاتي کانفرانس لپاره رابللي وو،معلومات ښه یې چې په دې کانفرانس کې به دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاص استازي جیمز ډوبنیز هم ګډون کاوه ، نوموړي تیره ورځ کابل ته راورسید.
په سیمه کې موجودو ژورنالیستانو ویلي ، چې دارګ له ماڼۍ نه داور لوګي پورته کیږي او اوس مهال ددرنو وسلو اوازونه اوریدل کیږي، خبریالان وایي دحملې ځاي دامنیتي پولیسو له لوري محاصره شوي ژورنالیستان نه پریږدي چې نیږدې ورسي، پر فیس بک باندي په یوه نشر شوې ویډیوکلیپ کې ښکاري چې دارګ له ماڼې نه اورلوګي پورته کیږي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دحملې مسولیت اخیستی او زیاته کړې یې ده چې دخالد بن ولید دپیل شویو عملیاتو په لړ کې یې په کابل کې پرمهمو هدفونو عملیات پیل کړي ،نوموړی زیاتوي چې په حمله کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو تراوسه یې دقیق ارقام نه دي په ډاګه شوي.
احمد بریال
داتوله کړنی امریکا اوپاکستان کوی دایش هم امریکا جوړکړی طالیبان. پاکستان جوړکړی دی دخپل هداف دپوره کیدو لپاره که زما افغانستان جوړ سی نوامریکا دلته څه کوی نوافغانستان یی دجنگ مرکز جوړکړی دی داکتر عبدالله چی امریکا ته تللی دی داکترعبدالله یی خبری نه منی نوامریکا پر پاکستان امر کړی چی پر ارگ مانی برید وکی. نودامعلومه خبره ده چی تول دامریکا دی
د حسن جان ناخبره یا معاش خور په اند ، له حسن جان غیره ټول بد خلک دی . د حق او باطل دواړو اړخونو ته د باطل نوم په دی ورکوی چه د حسن جان به شان ځو مخو ته هم د دالرو ټولولو موقع په لاس ورشی اوس به هم څه تر لاسه کوی مګر له لویو لویانو چه څه پاتی شوی ، حسن جان غواړی زه تر دغو لویو لویانو څه کمی لرم هغوی هم زما په شان اوایلو کی هر ډول جاسوسی او جاپلوسی کوله لوی لیوان تری جوړ شو زه هعه وخت د غفلت به… نور لوستل »