شعـــــرونه

حمد: حبیب الله تراب

حبیب الله تراب

آسمانونه ربه ستا دي جهانونه ربه ستادي
ته ددې ټولو مالک یې قدرتونه ربه ستا دي

واک دې خپل اختیار دې خپل ده د تقدیر قلم چلیږي
ورځ بیګا شي شپه صبا شي سهارونه ربه ستا دي

چې څه غواړې هغه کیږي ددې ستر نظام څښتنه
لم یلد ولم یولد یې ولاړ غرونه ربه ستا دي

کاینات او مخلوقات ځمکه او غرونه دې ثنا کړي
د همه واړو خالق یې عالمونه ربه ستا دي

له ازل یې تر ابده د اوصاف تله دې نشته
ته احد یې ته صمد یې انعامونه ربه ستا دي

د ګنا پیټۍ په غاړه حبیب الله تراب وړم خدایه
د بښنې په روح پایم امیدونه ربه ستا دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x