شعـــــرونه

غزل: خالق يار احمدزی

خالق یار احمدزی

چې ننګونه ورځې شپې کوي د ګران هیواد اتل دی
چې غزاوې کړی جګړې کوي د دغه چم بلبل دی

د ښکلاؤ ملکه ده، په حجاب دحسن پټه
بې اغزیو راختلی ښایستوکی شانته ګل دی

چې نعرې د دین هیواد وهی حامي او نامي نه وي
که هر حزب وی یاهم ګوند،نو ماتیدونکی یرغمل دی

څوک دعوه داسلامیت کا ما له بلې لارې څاري
چا ټاپه دشرک په اولو راسریښ کړې څه خبر دی

یاره راغلم له مدار څخه دستورو نه یواځې
میلمه پاله پښتون پاله ستاسو ،چم او ستاسو در دی

ته د حسن سترګې تورې کړه جانانه بیا را ووځه
رقیبانو ته پیغور کړه اړولی مې اوربل دی

ما د هجر کتابونه خالقیاره اوس خلاص کړي
الهامات راغلل شاعر شوم چې جوړکړی مې غزل دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x