نظــر

طالبان په اریانا څلورلاري کي

راپورونه وایي ، چې سهار وختي داسلامي امارت قهرمانو فدایي مجاهدینو په پلازمینه کابل کې د یرغلګرو او اجیرانو په ترټولو حساسو مراکزو برید کړی دی .

د مطبوعاتي معلوماتو له مخې طالبانو سهار شپږ بجې داریانا  څلورلاري ته  چې یوې خواته یې ارګ او بلې خوا ته  یي اریانا هوټل دی ، ځان رسولی ، امنیتي موانع یې له منځه وړي او مخامخ یې په ارګ ، دفاع وزارت  او په اریانا هوټل کې دسي آی اې په محلي برانچ برید کړی ، چې لا هم جګړه دوام لري .

اریانا هوټل چې دمالیي وزارت ملکیت دی ، او پخوا دافغانستان په سطحه له وتلیو دولتي میلمستونونو څخه ګڼل کیده ، په افغانستان دامریکا تریرغل وروسته  د امریکا داستخباراتو دمرکزي ادارې (CIA  ) دقرارګاه په حیث ترې کار اخیستل کیږي ، چې ددرست افغانستان په سطحه ترټولو حساس امریکایي مرکز بلل کیږي او په خورا دقت یې ساتنه کیږي .

دامریکایي استخباراتو روزل شوی ایجنټ امرالله صالح په خپلو یادښتونو کې لیکي چې دامریکایي یرغل دپیل په مهال دامریکایي استخباراتي ټیم  مشر ګري شرون په کابل کې خپله لومړی شپه په همدې هوټل کې وکړه او له هماغې شپه دغه هوټل دسي آی اې په مرکز بدل شو امرالله صالح چې هغه مهال یې عملا دسي آی اې په استخباراتي ټیم کې کار کاوو دکابل له سقوط نه دوروسته جریاناتو داسي نقل کا (من به گری گفتم که بقایای طالبان و القاعده هنوز نیست و نابود نشده‌اند. اما شهر تنها دو روز است که به تسلط ما درآمده است. من ترجیح می‌دهم شب را در کابل باشیم و فردا به بگرام برویم، حداقل اگر کدام حادثه نیز اتفاق افتاد باید، هوا روشن باشد. در ضمن موتر‌هایی که در اختیار داریم، همه جیپ‌های کهنه و فرسوده‌ی روسی‌اند. جاده‌ی شمال نیز پر از پارچه‌های بمب و اشیای خطرناک دیگر است. او «دل‌ونادل» این دلایل را قبول کرد؛ به هوتل آریانا در نزدیکی ارگ ریاست‌جمهوری رفتیم تا شب را آن‌جا سپری کنیم. این هوتل از همان شب تا به حال، مقر دفتر ساحوی «سیا» است )

د سي آی اې په دې محلي دفتر تردې پخوا هم مجاهدینو بریدونه کړي مګر داسې ښکاري چې داځل دطالبانو برید خورا دقیق او پوخ طراحي شوی دی ، ځکه د څو ساعتونو ترتیریدو وروسته لا هم جګړه دوام لري ، که له یوې خوا حمله له مکاني لحاظه مهمه ده له بلې له زماني اړخه هم خورا مهمه ده ، ځکه نن افغانستان ته یو لوړپوړی امریکايي چارواکی ډوبینز راغلی دی ، او غوښتل یې له کرزي سره غونډه وکړي .

له بلې خوا دمجاهدینو دننني برید دوه نور اهداف  ارګ او دفاع وزارت هم خورا مهم  او حساس اهداف دي ، په دې وروستیو کې چې حامد کرزی دخپل اجیر حکومت دځواک لاپي وهي ، دابریدونه به ورته روښانه کړي ، چې دنوموړي دارګ او دفاع وزارت  امنیت څومره خوندي دی .

په هر حال داریانا په څلورلاري  کې دطالبانو راڅرګندیدل ټولو دښمنانو ته څرګند پیغام لري ، هغوی چې په قطر کې دطالبانو دبیرغ په رپیدو یې خاطر مانده وو ، اوس شاید ورته جوته شوي وي چې طالبان یې خورا کم تللي ، طالبانو وښوده چې نه یوازې په قطر کې په خپل دفتر بلکې دارګ او دسي آی ای دمرکز غوندې ددښمن په ترټولو حساسو  مراکزو هم  دخپل بیرغ درپولو توان لري .

امریکا باید له ننني برید څخه په زده کړه دا درک کړي وي ، چې له افغانستان څخه د وتلو او داشغال دپای ته رسولو په خاطر له مجاهدینو سره له  مذاکراتو پرته  بل هیڅ لاره هم نه ده ورپاته ، او که چیري د حامدکرزي او خپلو نورو اجیرانو  دزړه ساتلو په خاطر  دخروج بهیر ځنډوي ، نو په راتلونکي کې دې  له دا ډول شرمندګیو او تلفاتو پرته دبل څه تمه نه کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x