
غزل: اسدالله غيرت
اسدالله غيرت
هله زر کوه لاس راکه محبته
دا تيارې راته رڼا که محبته
لاس نيولی مې د خدای تر کوره بوځه
ذندګي راته مانا که محبته
خاموشۍ مې مينتوب کړ بر ارزښته
لږ څه شور خو راپيدا که محبته
مړوندونه په بنګړيو ښه ښکاريږي
ځه ! دردونه دې سيوا که محبته
مودې وشوې بې فايدې مې زړه کې پروت يې
ما غيرت ته ورپخلا که محبته