نړۍ

د اسلامي ايتلافي هېوادونو رسمي غونډه نن په رياض کې پيلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد اسلامي هېوادونو لومړنۍ رسمي ناسته نن د سعودي عربستان پلازمېنه رياض کې پيلېږي.

د اسلامي ايتلافي هېوادونو لومړنۍ ناسته کې به د دغه ايتلاف پر پوځي کړ نلارې، ميکانېزم او عامه پوهاوي په اړه بحث وشي.

د اسلامي ايتلافي هېوادونو نظامي مشر د سعودي عربستان دفاع وزير او مرستيال ولي عهد محمد بن سلمان دی.

محمد بن سلمان تېر کال ډيسمبر کې وړانديز کړی و، چې د «ترهګرۍ» له منځه وړلو لپاره دې د مسلمانو هېوادونو ځانګړی ايتلاف جوړ شي او د نوموړي دغه وړانديز د اسلامي هېوادونو په ګډون ګڼو غربي هېوادونو هم خوښ کړ.

په دغه ايتلاف کې تر اوسه مصر، متحده عربي امارات، سوډان، پاکستان او ګڼ نور هېوادونه شامل دي.

د دغه ايتلاف اساسي موخه ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې د مخالفينو وسله والې ډلې ځپل او له منځه وړل دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه ايتلافي عسکر به په کومو ترجيحاتو د وسله والو مخالفينو پر ضد جګړې کوي او يا دغه ايتلاف تر کومه بريده بريا ته ورسيږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې سعودي عربستان دا ګام د امريکا او غربي هېوادونو په غوښتنه او مشوره اخيستی او امريکا له دې لارې غواړي، چې مسلمانو هېوادنو کې د حکومتونو او ولس ترمنځ بې باوري نوره زياته کړي او دغو هېوادونو کې د اور لمبو ته لمن ووهي.

د سياسي او نظامي چارو شنونکي وايي، چې تر څو اسلامي هېوادونو کې د ولس رښتيني استازي قدرت ته نه وي رسيدلي او چارواکي د پرديو ګټو لپاره خپلو ولسونو سره له تاوتريخوالي ډک چلند کوي، نو دغه ډول نظامي ايتلافونه پام وړ لاسته راوړنې نه شي لرلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد محمدی

دابالکل داخری علایمو دنږدی کیدلو اشاری دی او ملحمة العظمی او ملحمة الکبری یا دریم نړیوال جنګ اوبیاددی منطقی ګدودی اونورو شرایطو پوره کیدو لپاره ددی تولو نظامونو یوزای نسکوریدل لازمی ده او دا ثبت شوی شیان دی چی خامخا هماغه حالات برابریږی چی نخی یی ویل شوی خو چی څوک ورته دسیاست اودړامی او پروژی دنظره ګوری او په تبلیغاتو دومره غلت شوی چی دابدلون اوتغیراتو ته دامریک قدرت سره العیاذ باالله پیوند ورکوی او دالله تعالی دقدرتونو څخه بیخبره وی نو بیا خامخا غلطیږی او لاره تری ورک وی دا تول نظامونه خپل موسم او مدت وواهه نور… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

که څه هم زه د سعودی اوسنی او اخری پاچا ( سلیمان ) لږه خوشبینی لرم ، د ملک عبدالله په کچه یی د امریکا د پاره غلامی کمه ده ، مګر په کړنو یی دومره باوری نه یم چه بریالیتوب به تر لاسه کړی زه وایم لا په خپلو کړنو کی راګیر نه شی ، زما مطلب له هغه کړنو ددغه موجوده ۳۴ اسلامی سنی هیوادو اعتلاف دی لمړی دغه اعتلاف خپله د سنیاتو او شیعه ګانو د خپل منځی جنګ مقدمه ده د کوم د پاره چه اسراییلو او امریکا یوه پیړی کار کړی یعنی اسراییل غواړی چه… نور لوستل »

(محمد عبدالله)

هو دا کارونه خامخا کیږی او دنیا باید هماغه حالت ته ورسیږی دکومو حالاتو چی نخی ویل شوی دی اوداتول کارونه دالله په قدرت کیږی نه دامریکی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x