نظــر

دتاریخ تکرار که دنورو تجربي پردۍ بلل/ انجینر عبد الله ګل ریان

افغانستان دغرونو اورغونوهیواد، په تاریخ کي دمتجاوزینو لپاره یاموخه یالاره اومعبر پیژندل سوی دی. داچي وړاندي څه تیر سوي، څوک ورباندي راغلي، تیر سوي یاپکي پاته سوي دي، حال يي څرګند نه دی .

اریایان په یوه روایت د اورال اوپه بل روایت دسیند له پراخي سیني راغلي دي. اروپا، ایران او هند ته له همدي ځایه تیت سوي دي.

یونانیان راغلي، څه يي تللي خو ډیر يي دلته پاته سوي دي، په دې ټولنه کي جذب سوي دي چي نوم يي لا ورته پاته نه دی .

عرب مسلمانان راغلي، دین یې رارسولی اوبیاتللي یاهم پاته سوي دي.

چنګېزیان هم راغلل ، وهل وژل يي وکړل، سیمه يي ونیوه او پسي تېرسول .

تیموریانو ته هم داسیمه دحکومت ځمکه وه چي دهرات تیموریان واکمن وو خو دبلي تیموري کورنۍ، بابرګورګاني په دي لارتیرسوي، په هندکي يي ګورګاني حکومت جوړکړی دی.

په را وروسته کي افغانستان دروسيې اوانګریزی امپراطوريو ترمنځ، دحایل په توګه خود نیمه مستعمري په څیر پاته سوی دی، ترهغه چي انګریزان دري ځله راغلل اوبیا روسانوبرید وکړ، افغانستان يي اشغال کړخوپه ماتي لاړل.

دزمانې باغي ځواک امریکا، چي دروسانوپه ماتي بی سیاله پاته سو، له خپلو لسګونوهم موخو او هم فکرو سره په تیري راغلل. داده جنګېږي، وژل کېږي اووژل کوي، خونژدي ده چي پوزه يي سپیره سي، ووزي اوهغه دعبرت درس چي نورو په افغانستان کي لیدلی دی، دوی هم وویني.

خوپوښتنه داده چي ولي افغانستان دنړۍ ترهربل هیواد ډېر دپاملرني وړدی، ډیرو ورباندي تېری کړی دی. ډیرپکي مات سوي دي آن تردي چي اوس خو د امپراطوريو دهدیرې په نوم مشهورسو…

ددي اصل لامل دادی چي داخاوره دنړۍ دتمدنونو، دینونو اوکاروانونو دتقاطع څلورلاری دی. که له چین څخه اروپاته دوریښمولاره وه،که دلویدیزي اوختیزي اسیا تجارتي لاري وي، ټولي له افغانستان څخه تېریدلې. که سکندر او چنګېز په هند تیری کاوه، که اسلام ماوراء النهر یا هند ته خپرېده، دايي لار وه . که محمود سومنات ماتاوو، که احمد شاه دراني له مرهټوو څخه مسلمانانو ته نجات ورکاوو، دحرکت پیل يي له همدې ځایه وو.

په راوروسته کي چي انګریزان دهند په خاوره مسلط سول، دروسانودمخنیوي لپاره چي هندته کښته نسی، تودو اوبوته چي دکال په هرفصل کي دګټي اخستلووړدي، ونه رسیږي، افغانستان يي سنګر وپیژاند، غوښتل يي همدلته يي تم کړي.

روسانو همدې اوبو ته درسیدلو په تمه، په افغانستان کي لګښتونه وکړل، تنظیمونه يي جوړکړل، حکومتي چوکي يي واخستلې،کودتاوي يي وکړې وژني يي وکړې او…

اوس داده امریکایان دایران دمخنیوي، د پاکستان داتومي وسلو دتخریب اوپه عربي نړۍ دتسلط لپاره، همدلته میشت دي چي څه يي له لاسه کیږي هغه کوي.

په هرحال، دادتاریخ مرحلې دي چي  هسي مو را یادي کړې، خو نور ځایونه په بریدونو اوجنګونوکي طرفونه دوه وي، متجاوز اومقابل، اما له بده مرغه په افغانستان کي تل لوري درې وي : متجازوین ،لاس پوڅي يي اومقابل يي.

دافغانستان دبدمرغۍ بله بیله بیلګه داده  چي تل حکومتونه دمتجاوزو په مرسته کي پاته سوي دي.

دانګرېزانو په ملګرتیاکي له سدوزي شاه شجاع رانیولې بیادمحمدزیوترسردارانو، ټول واکمنان دانګریزپه حمایه کي پاته سول،امان الله خان دادننګ غلامي پرېښودله اوافغانستان هم ازادسو.

دظاهر- داود دورې دروس په حمایه اودروسانوترسیوري لاندي تیري سوي. تره کي، امین، ببرک اونجیب خودروسانوپه مشوره اومرسته، مستقیمه حمایه اودلکونوعسکرو په بدرګه ژوندي وو.

اوسنۍ اداره، دامریکایانو یوه ایالتي اداره ده چي انتخاب اوانتصاب يي هرڅه یادخلیلزاد په قلم وو یادامریکايی سفیر اویاهم دناټو دقوماندانانو…

که دنورو په وخت کي دارګ خرڅ یاانګرېز یاروس ورکاوو خواوس يي په بي قانونه توګه، له ۴۳ ناټويي هیوادونو سره-سره دایراني تومنونوکمی هم نسته چي مطبوعاتي شهرت ته رسیدلې خبره ده.

که خبره رالنډه کړو. هرڅوک، هیواداو متجاوز افغانستان ته دافغانانوپه مرسته په خورا اساني راغلى دى. دانګرېزانو تر مخه شاه شجاع راروان و، خلکو تر یوه وخته داحمدشاه باباپه احترام څه موده ورسره ګذاره وکړه خوچي خبره بي عزتي ته ورسیدله، تری بېزاره سول.

یعقوب خان له انګریزانوسره دګندمک معاهده چي دافغانستان دویش اود انګریزانو د حضور په معنی وه، لاسلیک کړه. عبدالرحمن  هغه تائیدکړه اودډیورنددکرښي له امله يي یوقوم په دوو برخو ووېشه.

د داود  کودتا، دروسانوپه مشوره اوپه روسیه کي دروزل سویو وړوضابطانو په مرسته ترسره سوه. دخلق اوپرچم دکودتا خو هر  څه روسي وو،  دببرک راتلل خودروسانو دټانګونوپه کتارکي وواو….

دامریکایانو دراتلو لپاره خولومړی له ۱۵زره څخه تر ۵۰ زرو  ډالرو په بیه دطالبانو په مقابل کي دمقاومت قوماندانان واخستل سول اوبیادکرزي اوعبدالحق په څیرکسان په هلیکاپتروکي راورسول شول ،ورپسي په B52 الوتکودافغانستان حاکمیت اونړیوال قوانین نقض سول….

حکومت يي ونیو، درایوپه درغلي کي يي چي دامریکایي ګوډاګیانو تر منځ دامریکا دنماینده خلیلزاد په وړاندي وسوه، کرزی راسرته سو.بیامنصوب سو اوبیاتردااوسه پوري …

که سړی تاریخ ته وګوري، په ټولوهغوکسانوکي چي دتجاوز اسباب يي برابر کړل،دبهرنیانو په واسطه يي دټیټو سترګوحکومت وکړ، هغه تاریخي نوم بدی شخص شاه شجاع په نسبي لحاظ بد نه وو. له تره کي ترکرزي ټول بي چون اوچرا غلامان وو، خوشاه شجاع چي کله وپوهید چي انګریزان ، دده حمایه نه غواړي، بلکه دافغانستان تسخیریي موخه ده، دده مرسته نکوي، بلکي همدی استعمالوي. په پټه يي دهغوی په مقابل کي، دجهاد اعلان وکړ، له مجاهدینوسره يي مرسته اعلان کړه اوپه وروستیوکي خودجهاد میدان ته راووت .مرګ يي هم دمجاهدینو له لوري نه ،بلکي دشخصي دښمني په پایله کي ووژل سو. خو هغه اوس دګوډاګيتوب په نړۍ کي متل ګرځیدلی دی،  دنورو حال تاسو ترې قیاس کړئ چي تر هغه يي دخپلو متجاوزو بادارانو په وړاندي کوم حرکت نه کاوو ترڅوبه یا هغوی بیځایه کړل یابه له متجاوزینوسره یوځای ختم سول…

دکرزي خاتمه مستوره ده چي په دومره پراخه ځمکه کي به قبرومومي اوکنه؟ یالکه تره کی په بالښت به ووژل سي اوقبربه یی ورک سي. یابه لکه امین لومړی مسموم اوبیابي قبره ورک سي او که دنجیب په څیر به راځوړند سي…

داخوپه تاریخ کي ددوو لورو خبره وه، متجاوزین اودهغوی ګوډاګیان.

دریم لوری هغه کسان دي چي دهر تیري مقابله يي کړې ده، هروخت دمجاهدینو نوم ورباندي ولاړسوی دی،په هره مرحله کي دهغوی ځانګړتیاوي دادي:

په ډګرکي ګټل، په خونه کي  بایلل، په توره ګټل په ژبه بایلل، له نوروګټل اوترخپل منځ نه لورول….

داچي دامضمون دی، رساله نه ده، غوره ګڼم ترڅوپه دې موضوع داشارې په توګه تم اوژرترې تیر سم .

له انګریزانوسره په خرپ جګړه روانه وه، نژدي وو چي دهنددخاوري څه برخه لامجاهدین ونیسي، خود دوست محمدخان دنصوارو دډبلي په نښه رارسیدلو، دجګړې ډګر سوړسو او دوست محمدخان  راغی، دانګلیس ترحمایې لاندي واک ته ورسید.

بل ځل انګریزان له سختي ماتي سره مخامخ سول چي عبدالرحمن خان له هغوی سره په سازش کی رامخته سو.داځکه چي مجاهدین یوه خوله نه وو،عبدالرحمن هم هغوی یاووژل  یايي وشړل اویايي په تورو څاګانوکي واچول ترڅو مړه سول…

له روسانوسره رښتیا هم چي مجاهدین په میړانه وجنګیدل، ښه تلفات يي ورکړل اوتلفات يي ولیدل، خودتنظیمونوپه ګڼه ګونه کي،  داځواک ورسره پاته نسوچي په جینوا (ژینو) کي دخپلي موخي، لاسته راوړني اوطرف استازیتوب وکړي، هرڅه يي وبایلل …

دکمونستي نظام دوروستنۍ مهرې دتيښتي په مهال، مجاهدینو دخپلي تربګني اونه لورېیني له امله، خپل مقدرات دبل په لاس اوواک معلوم کړل.

دریاست اوصدارت دچوکیوپه توپیر يي یقیناً دجهادنمایندګي په فسادوکړه، کابل يي وران کړ او…له خلکويي دثور داوومي اواتمي توپیر ورک کړ…

نن سبا بیا حالات هغسي ښکاري، امریکا او۴۳ ناټويي انډیوالان يي چي دصلیب ، یهود اوهنود ترافکارو لاندي، ددیني دښمني په احساس اودافغانستان داشغال په تمه ، له مجهزو وسایلوسره راغلي وو، په افغانستان  باندي برید يي دنورو هیوادونو دتسخیر دروازه ګڼله، رښتیا هم مجاهدینو ورته سبق ورکړ. په توبويي راوستل خوتوطيې يې پیل کړې، دمجاهدینوپه صفونوکي يي دتفرق لپاره تبلیغات پیل کړل، مصارف يي وکړل ، اشخاص يي وپړسول.

داسي وخت رانژدې دی چي همدامجاهدین به ناست وي، دخپل تفرق له امله به یوهم ددې جوګه نه وي چي دخپلي توري ګټه، په میزپه خبر و او ژبه خپله کړي…

رښتیاهم دانسان بدبختي داده چي دنورو انسانانوتجربه خپله نه ګڼي، بلکي هرڅه په خپله تجربه کوي،اوسني مجاهدین ترهغوچي دروسانو په وړاندي وجنګیدل ،نه غښتلي دي اونه هغومره سیاسي تجربه لري. خوهغوی له ډيروقربانیوسره، سره داسي تش لاس پاته سول چي ډیری يې نن غلام  صفته ژوند لري اویاهسي ارمان کوي ناست دي. دهغوی دکمزوري کیدلو لامل دهغوی بي اتفاقي وه اودبي اتفاقي لاملونه يي داوو:

۱-دښمن ورته دسیسې جوړولې.

۲-دهغوی ترمنځ، دواټن دپیداکولو په موخه يي لګښتونه کول.

۳-استخباراتي شبکو بد تبلیغات کول، آن دیوه اوبل په ضديي وسله وال ګروپونه دمقابل جانب له شعار اونوم سره جوړول.

۴-مجاهدینوسیاسي اړتیانه محسوس کوله چي دنوروتعاون ته اړتیا لري.بلکي هره یوه په خپل ځان کي دومره ځواک لید چي افغانستان غوندي هیواد اداره کړي.

۵-لویه ستونزه داوه چي له ستر نوم سره يي واړه هدفونه درلودل.هغوی مجاهدین وو،جهاد ته جوړوو،خودحکومت جوړولو تصورورسره نه وو.که ووله محدودو کسانو سره وواو…

که ننني مجاهدین دهغوی تجربي خپلي ونه ګڼي،هرڅه له پیله تجربه کوي،پایله يي هم هغه ده ،بلکي ترهغه لازیاته بده ځکه ده چي مجاهدینو دروسانوپه دښمني کي نړیواله مرسته خپله کړي وه خوننني مجاهدین په همدي فقر هم اخته دي اوددښمن په صف کي يي ډیر هیوادونه سره هم غږي دي.

دهغه وخت په مجاهدینوکي ځیني داسي کسان ووچي دسیاسي کارونوسوابق ورسره وو. چا دوکالت دوره تيره کړې وه چاپخوا  حکومتي دندي درلودې اوچا تنظیمي کارونه تجربه کړي وواو چا داحوصله درلوده چي دسیاست دډګرکسان جهادي صفونوته مایل کړي.

مثلاً، مرحوم مولوي محمدنبي وکیل و اوباوجاهته دنظر خاوندوکیل و. مرحوم خالص مطبوعاتي شخص و، صبغت الله مجددي خودتعلیم له دورې لاسیاسي شخصیت و. دسیداحمد ګیلاني خودژوند سیاسي اړخ ترنورواړخونو قوي و. رباني، سیاف او حکمتیار دتنظیمونو سابقه درلوده، شهیدمنصور دتنظیم استازیتوب په غاړه درلود او….

له دې سره- سره داسي بي برخي پاته سول چي دجهاد مقاصد ترلاسه نسول. که ننني مجاهدین دهغه مهال پيښي تجزیه اوتحلیل نکړي، ښه يي خپل اوخطاوي يي سمي نکړي،  نو بیا خو حتمي خبره ده چي تاریخ تکراریږي اوپه دوی به هم تکرار سي.

دا مو باور دی چي هرڅه مقدر دي.اماانسان هم مکلف دی.الله تعالی دکوم قوم حال ترهغه نه بدلوي ترڅو چي قوم دتغیر حرکت ونکړي.

{ إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ…الرعد –  ۱۱}

ددنیا هرڅه اسباب غواړي، داسبابودنیا ده. په جنګ اوجګړه کي هم بری اوناکامي آني اوبي سببه نه وي . مقدمات لري،دلایل اواسباب غواړي . یوازي په جګړه هم جګړه نه ګټله کیږي. جګړه شاته دهغوا رمانونو پالل غواړي دکومو لپاره چي جګړه کیږي.

په هرحال، زماعرض دادی چي که نور تاریخ راڅخه لري دی. دروسانو زور، تیری او ماتي خوترسترګولاندي پيښي دي.

روسانو اونورو دښمنانو مجاهدین دنفاق په بیماري وځپل ، ملیشي يي جوړي کړي چي وروسته دتنظیمي جګړو اودمجاهدینو دنوم بدۍ عوامل هغوی سوي. دوستمي اوګلم جم ملیشي خوهغه څه دي چي تاریخ يي هیرولاي نسي.

 امریکایان هم وزي، خودهرمتجاوز په څیر ترشا خیر نه پریږدي، هغوی چي دخاورو او خښتو کوډلي خپلودوستانو ته نه پریږدي، ورانوي يي، ایا هغه افغانستان به جوړ پریږدي چي ټول سیاسي اوجنګي وجاهت يي پکي بایللي دی؟ نه، هیڅکله نه .

 که روسانو ملیشي اومینونه پریښودل، دوی به پړ سولي اشخاص پریږدي، دسمت او ژبي دنفاق اور چي راته بل دی، هغه به نور هم تازه کړي. له اوسنیو تبلیغاتو خو يي ښکاري چي د افغانستان اوپاکستان لپاره به دکشمیرپه څېر، دډیورند فتنه راژوندۍ کړي. ځکه امریکا او انډیوالان يي نه پاکستان زغملای سوای چي په اسلامی هیوادونوکي یوازنی اتومي ځواک دی اونه يې افغانستان زغملای سي چي هغوی پکي له ماتي سره مخامخ سوي اوپه شرمونووشرمیدل.

کاشکي هوښیار اوسو، مشترکات وپیژنو، له اشخاصو، تنظیمونو، قومونو، سمتونو او ګاونډیو هیوادونو سره په هغه  څه کي دتعاون روحیه خپله کړو چي سره مشترک مو دي. داسي نه چي دشخصی، قومي یاګوندي ګټو دترلاسه کولوپه مقصد دیني، ملي اوسیمه ایزي ګټي قربان کړو. که هیواد خوندي وي، قومونه ، ژبي، ګوندونه او اشخاص به هرڅه خوندي وي. خوکه هیواد په مصیبت اخته وي ددین ،سر اومال واک به مو پردی وي.

انجینر عبد الله ګل ریان

د سهار اونلاین څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x