ټولنیزه برخه

د مور مينه او د بچيانو جفا!

ژباړه او زياتونه: حمدالله حلميار

د ښار د څنډې په یوه ریسټورانټ کې له ملګرو سره ناست وم، له ډوډۍ خوړلو وروسته مې یوې عمرخوړلې ښځې ته ورپام شو چې زموږ د خوراک له میز څخه یې د خوراک پاتي شوني ورټول کړل او بیا پر ځمکه ورته کښیناسته تر څو ویې خوري… زه ورپاڅېدم او ورځینې ومې پوښتل: ادې ولې دلته ناسته یې؟
څوک درسره نشته چي ډوډۍ درته راوغواړي؟

په ترخه موسکا یې ځواب راکړ: زوی مې سهار دلته راوستم؛ ویل په ښار کې په څه کار پسې ځم ته دلته انتظار شه… دادی اوس نژدې نیمه شپه شوه خو د زویک مې لا درک نشته ډیره مې ورته اندیښنه ده.خدای مکړه څه ورباندي شوي نه وي!!

ما د ریسټورانټ کارکونکي ته د ګرم او تازه خوراک د راوړلو وویل او حساب مې یې ورکړ… ښځې چې یخنۍ کپوله په دواړو لاسو ډوډۍ وخوړله… ورته ومې ویل که دې د زوی نمبر لرې چې حال یې درته ولګوو… جیب ته یې لاس کړ او یو کاغذ یې راته ونیو…! کاغذ چې مې ولوست نو د بدن ویښتان مې شخ شخ شول…!!!

زوی یې پر کاغذ لیکلي وو: که هرچا دا بوډۍ وموندله نو د مهرباني له مخې دې څېرمه مرستون ته ورسوي…!
ژر مې کاغذ قات او زړې ښځې ته مې ورکړ. ما ورته وویل: ادې راځه زه به دې کورته ورسوم…! ویل نه زه همدلته انتظار کوم… زوی مې ضرور راځي…

یخنۍ اخیستې وه خپل جاکیټ مې ورپرېښود… ریښیا – رښتیا مې هم ورته نشوای ویلای… بس غمجن ورنه د کور په لور روان شوم. د شپې تر ناوخته خوب رانغی، راپاڅیدم ما ویل درځه وګورم که چیرته یې زوی ورپسې راغلی وو او بوولې یې وه نو لږ به مې وجدان ارام شي… موټر کې د ریسټوارنټ په لور ولاړم، چې د هوټل مخې ته ورسیدم ګڼه ګوڼه مې ولیده، د امبولانس اشارو مې زړه نور هم واچاوو… چې نژدې ورغلم ومې لیدل چې هغه بیچاره مور وفات شوې ده زما پوخ یقین شو چې ګنې یخنۍ وژلې ده… ډاکټر ویل مړی لا وارثه دی خو داسي ښکاري چې د ژورې اندیښنې له امله یې ضغط او پشار پورته شوی او د مرګ لامل یې ګرځیدلی…
مور یې د زوی اندیښنې زاره ترکې کړې وه.

ــــــــــــــــــــ
یادونه: کیسه د پرمختللې ټولنې انځور وړاندې کوي، چیرته چې د مور او پلار لپاره د خدمت، احترام او پاملرنې تر ټولو مناسب هستوګن ځای مرستون(د عمرخوړلیو کسانو د پالنې لپاره مرستندویه اداره) دی.
الحمدلله علی الاسلام
‫#‏مورنۍ_مینه‬
‫#‏بې_وفا_زامن‬

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x