
شعـــــرونه
غزل: مقتصد ستړی
مقتصد ستړی
له دیوال سره کرار سړی ویده دی
یا مجبور دی یا وزګار سړی ویده دی
بدبختۍ به هم نارې وهي که څنګه
په رڼو سترګو بیدار سړی ویده دی
دا نو څنګه لیونتوب او مینتوب شو
توره شپه شوله سهار سړی ویده دی
که کوم ویښ سړی له لمره پناه غواړي
دا سړی دې شي په دار سړی ویده دی
ددنیا له هرې ښې برخې بې برخې
په دې دومره لویه لار سړی ویده دی
له چا وروسته هغه ستړی سړی ښه و
په دې خلکو کې د کار سړی ویده دی
مقتصد ستړی