افغانستان

په روزګان کي چاودني شپږ تنه پولیس وژلي دي

نن ټکی آسیا: د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر چاودنه کي شپږ تنه پولیس وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا چاودنه تیره ورځ ماښام مهاله د دهراوود په ولسوالۍ په مرچي سیمه کي را منځته شوې.

د دهراود ولسوالۍ امین الله خالقي رسنیو ته ویلي چي وژل شوي پولیس په چارچینو ولسوالۍ کي عملیات تر سره کړل، او بیرته خپل مرکز ته په لاره وه، چي ددغي پيښي سره مخ سول.

نومړي ویلي چي په چادونه کي شپږ تنه پولیس ووژل شول، او موټر یی په بشپړه توګه له منځه ولاړ.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د پيښي مسؤولیت په غاړه اخیستی، او زیاته کړې چي شپږ پولیس په چاودنه کي وژل شوي.

باید وویل شي چي دوه ورځي مخکي هم د روزګان په ولایت کي اوه تنه پولیس په یوې چاودني کي وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x