ادبي لیکني

سپين ږيری پلار «لنډه کيسه»

بازمحمد روغوال
درې سکني ورونه وو، د دې درې واړو په منځو کې په کومه خبره سره جنجال پيدا شو، نو درې واړو سره تصميم ونيو،  چې  يو له بل څخه، جدا شي،  نو  د دې درې واړو تر منځ درې شيان  مشترک وو، چې  يو يې زوړ پلار، يوه چرګه او يو يې خر و.نو د تقسيم لپاره يې د کلي ملک راوسته،   نو د کلي ملک د درې شيانو په  تقسيمولو باندې پيل  وکړ،   نو  مشر ځوی  ته يې، ملک وويل : چې  ته په درې شيانو کې کوم شی اخلې؟

نو  مشر زوی يې ورته وويل: چې زه خو په درې شيانو کې خر اخلم، دويم ځوی  ته يې وويل : چې  ته څه  شی اخلې؟

نو دويم ځوی  يې وويل :  چې  زه خو چرګه اخلم.  نو درېيم ځوی  ته يې وويل : چې  ته څه شی اخلې هغه وويل: زه خپل پلار اخلم.

نو ملک د مشر ځوی  څخه پوښتنه وکړه،  چې  تا د څه په خاطر  خر واخېسته  او  پلار دې وانه خېسته؟  نوهغه ورته په ځواب کې وويل :  پلار خو مې زوړ شويدی، د ګټې، وټې او د بار وړلو څخه وتلی.

دا خو سراسر تاوان دی،  د هغه څخه خو؛ دا خر راته ځکه ښه دی، چې  بار خو به راته وړي.

دويم ځوی  ته يې وويل :  چې  تا د څه په خاطر دا چرګه واخېستله؟  نو هغه  هم ورته وويل: چې  ما چرګه د دې لپاره واخېستله،  چې  چرګه خو به راته  هګۍ اچوي  او  پلار خو مې دا کار نشي کولای.

نو د کلي ملک  درېيم زوی  ته ورمخ کړو، چې  تا څنګه خپل پلار خوښ کړ؟

نو ده ورته په ځواب کې وويل : ما پلار د دې لپاره خوښ کړ، چې  په نن ، سبا کې په خير سره مري،  راشن کارت به يې، ماته پاتې شي او بې غمه به ، پرې مزې کوم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x