
هلمند: امنیتي ځواکونو د خانشين د نیولو دعوه کړې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): په هلمند کې امنیتي مسوولینو دعوه کړې چې له نږدې پنځو میاشتو وروسته د خانشين په بېرته نیولو توانيدلي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وايي چې تېره شپه يې پر دې ولسوالۍ عملیات پیل کړي او په یوه شپه کې يې د طالبانو له واکه ویسته.
قومندان محمد معین فقیر د خپلو تلفاتو په اړه نه دي ويلي خو ويلي يې دي چې پنځه ویشتو طالبانو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.
طالب وياند قاري یوسف احمدي د هلمند د ځايي چارواکو دا دعوه بې بنسټه بللې وا ويلي يې دي چې دغه ولسوالۍ لا هم د دوی په واک کې ده.
احمدي وايي چې د ولسوالۍ د خلاصون لپاره يې دولتي د دولتي قواو زور په شابو او ډاکټر حقمل کلیو کې اوبه کړی او بېرته يې شاتګ ته اړ کړي دي.
دغه ولسوالۍ د تېر لمریز کال د لېندۍ پر ۱۸مه د طالبانو لاس ته ورغله، چې دولتي سرچينو يې تایید نه کاوه، خو طالبانو یوه اوونۍ وروسته د دې ولسوالۍ د نیولو مستند فلم خپور کړ.