افغانستان

فاریاب: د انځورونو په بیا لګولو سره د دوستم او عطا د پلویانو شخړه ختمه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): په فارياب کې د ملي جنبش او اسلامي جمعیت ګوندونو تر منځ شخړه د انځورونو په بېرته لګولو سره پای رسیدلې ده.

د ملي جنبش ګوند مشري د ګډ حکومت د مشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم پر غاړه دی او اسلامي جمعیت بیا د شمال د مشهور ټوپکمار عطامحمد نور ګوند دی.

دواړو ډلو په دې وروستیو کې د خپل مشرانو انځورونو ته د سپکاوي په پلمه خونړي لاریونونه او جګړه کړې وه چې له امله یې تر لسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او په سیمه کې د دواړو ډلو تر منځ د پراخ ټکر اندېښنه پیدا شوې وه.

دواړو ډلو د جنرال دوستم، احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني انځورونه بیرته پر هغه ځای ولګول له کومه ځایه چې د شخړي په دوران کې لیري کړل شوي وه.

د فاریاب والي سید انور سادات رسنیو ته ویلي چې دواړه ګوندونه یې وروسته تر هغه سره راضي کړه کله چې د ولایت په مقام کې دعوت ورکړل شو او دواړو ډلو مخامخ تفاهم سره وکړ.

دغه دواړه ډلې ځانته ملیشې او وسله وال لري، د دوی جګپوړو مشرانو د فاریاب والي انور سادات سره تعهد کړی چې دوی به د امنیتي ځواکونو تر څنګ دریږي او د طالبانو په خلاف به په ګډه مبارزه کوي.

د والي په وینا دواړو ډلو اطمینان ورکړی چې له دې وروسته که بیا څه پېښېدل د خبرو له لاري به یې حل راباسي.

تېره پنجشنبه د دواړو ډلو تر منځ په فاریاب کې خونړۍ جګړه را منځته شوې وه او په لومړني راپورونو کې ویل شوي وه چې یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي خو وروسته د عطا نور پلویانو وویل چې د ټپيانو شمېر تر دې څو چنده زیات دی.

تر دې مخکې د دواړو ډلو پلویانو په مزار شریف کې د نوي کال په لومړیو ورځو کې د انځورونو لرې کېدو او څیري کېدو پر سر جګړه کړې وه او لوی لاریونونه یې کړې وه.

د نیویارک ټایمز په وینا د انځورونو پر سره د دوه مهمو ګوندونو مشرانو او دولتي چارواکو (ولسمشر مرستیال او بلخ سرپرست والي) تر منځ شخړو یو ځل بیا ثابته کړه چې د کابل نظام څومره کمزوری او څومره په اسانه په خپل منځ کې سره اخته کیدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه د جګړی ډیر مخالف یم مګر نه د هغو جګړو چه د خبلواکی د لاسته راوړلو او اشغال په ضد جګړه وی او هغه جګړه می ډیره زیاته خوښیږی چه د دوه وحشی او پلورل شوو قوماندانو تر منځ رامنځته شوی په دی اساس د دوستم او عطا بی ناموسانو ، قاتلانو او پلورل شوو وحشیانو تر منځ مسلحی جګړی ته ډیر هیله مند ووم مګر دغه د انورسادات په نامه بل خبیث یی تر منځ سوله راوستی ډیر خوابدی شوم زه باور لرم چه خبیثان او وحشیانو به دا اول ځل نه وی مخکی ییی هم دا کار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x