شعـــــرونه

د اریانا فاتح

اسمایي تا خو لیدم

څنګه په هسکه غاړه

په موسکو سترګو  په  متینو ګامو

او په قوي اراده

دتور صلیب په مورچل وختمه

د اریانا په میلمه پال غولي مې

دنابللي اشغالګر وېړه شړۍ لمبه کړه  

دا درانه افغان سنګین غولی

دسپکوورکو اشغالګرو طبیله خو نه ده

دلته چې څوک هم دي راغلي داشغال په موخه

یا لته بند ترې نه مرۍ پرې کړې

یا په میوند ترې بیرغونه پاتې

یا د سپین غر وږیو باښو  ترینه بوټۍ خوړلې

یا له خیبر یا له کوږک یې  سرلاټۍ خوړلې

دا د باعزمه با ایمانه افغانیت ټاټوبی

څه د (ډوبینز ) رحم ته پاته  میراثه خو نه ده

دکیوناري دمکناټن دهیلو دا هدیره

څه د CIA  د یابوګانو طبیله خو نه ده

داد اسیا په زړه کې شین ، دا غرونه غرونه هیواد

څه داطلس بې نام نښانه جزیره خو نه ده  . . .

. . . .  . . . . . . . . . . .

اسمایي تا خو لیدم

چې دایمان دلوړتابه  بیرغ مې

څنګه په نره ، په  مړانه ، په قوي اراده

داریانا په زړګي ورپاوو

څوک دي چې زما توغ ته په ټيټه ګوري

ښایي لا زه یې پیژندلی نه یم

دوی چې له مرګه څومره کرکه لري

موږ په همدومره مینه ځغلو دابد ترغیږې

دا داحد دا دخیبر بیرغ

دا د مصعب دا د جعفر بیرغ

تل به رپاند وي دافغان په مېنه

تل به بلوسیږي د شیطان په مېنه

تل به بلوسیږي دشیطان په مېنه

2013/6/25  میلادي 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x