ټولنیزه برخه

د پابلو انځور د امریکایانو له پاره تاریخي پېغور

حامد افغان

دې انځور ته ښه ځیر شئ، ویل کیږي د امریکا په تاریخ کې دا انځور د امریکایانو د پوزي ستر عار او دروند پېغور بلل کیږي. دا د کولمبيا هیواد د یوه تاجر انځور دی، او پابلو اسکوبر (Pablo Emilio Escobar Gaviria) نومیږي. دی د کولمبيا په ریونجرو سیمه کې په (1 ديسمبر، 1949) کې زیږیدلی او د کولمبيا په میډلین کې په (2 ديسمبر 1993)، کې مړ شوی دی. علیه لعنة الله و غضبه.

پابلو په نړۍ کې د نشیي توكو مشهور او سخت خطرناک تاجر بلل کیږي، هغه د خپل تجارت په موده کې خورا زیات قتلونه کړي او د خپل کاروبار په لاره کې یې چې هرڅوک خنډ لیدلی هغه یې وژلی دی، د بيلګي په توګه د کولمبيا ولسمشري ته دری کاندیدان یې وژلي دي، د کولمبيا مرستيال ولسمشر یې وژلی دی، په کولمبيا کې یې 200 قاضیان وژلي دي، تر 1000 یې زیات د پولیسو مشران وژلي او ګڼ شمیر خبریالان او ژورنالیستان یې هم وژلي دي.

پابلو پخپل وخت کې د نړۍ اووم نمبر شتمن شمیرل شوی و، د ده د مافیا ډلې اونیزه ګټه 420 ملیونه ډالر وه، د نړۍ مختلفو برخو ته 80% کې نشیي توکې د ده ډلې رسول. یواځې د امریکا متحده ایالاتو ته به یې هره ورځ 15 ټنه نشيي توکې پټ تیرول. د ده د شتمنیو په اړه ځیني داسې کیسې هم شته چې بیخي خرافاتي ښکاري.

خبره مې د پابلو په انځور رانښلولې وه، ځکه د انځور موقعیت خورا مهم دی، او دا چې دا انځور د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې د امریکایانو د پوزي ستر عار او دروند پېغور بلل کیږي ځکه د امریکا د هغه وخت حکومت پابلو د نړۍ ستر مجرم اعلان کړ او عدالت ته د حاضرولو امر یې وکړ، خو په کال 1980م کې د امریکا له دې اعلان سره سم پابلو د نر غوندې واشنګټن ته ولاړ او د سپینې ماڼۍ مخته یې دا انځور وايست، له هغه وروسته خپل هیواد کولمبيا ته ولاړ او په ورځپاڼو کې یې دا انځور خپور کړ. نو ځکه دا انځور د امریکا په تاریخ کې د امریکایانو له پاره پېغور ګرځيدلي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x