
لوګر: محمد اغه کې د ملي اردو لوړپوړی قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر په محمد اغه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو یو لوړ پوړی قومندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د یادې قول اردو د څلورمې پلي لوا قومندانۍ د ګارنیزیون مشر ډګروال محمداجان نن د محمد اغې په زرغون ښار کې له خپل کور سره څېرمه پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شو.
د لوګر د والي وياند د پېښې پخلی کړی دی او ويلي دي چې ډګروال محمداجان نن ماښام مهال کورته په لاره و چې ماین والوزاوه.
سلیم صالح وايي چې ډګروال محمداجان یو تکړه قومندان و، او ويلي يې دي چې نوموړي تازه د محمد اغې په زرغون ښار کې د پيل شویو عملیاتو مشري ته هم اوږه ورکړې وه.
د والي وياند وايي چې په پېښه د ډګروال دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي، خو نور چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې په هلمند کې هم یو لوړپوړی پوځي قومندان د طالبانو پر ماین ووژل شو.
د هلمند ۲۱۵ میوند قول اردو د درېیمې پلي لوا عمومي قومندان جنرا عامر د ګرشک په مربوطاتو کې د طالبانو پر خښ کړل شوي ماین ور برابر او ځای پر ځای ووژل شو.