دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دکابل دنننیو فدایي حملو په اړه په یوه خبره پاڼه کې مطبوعاتو ته ویلي ، چې دغه عملیات بریالي وو ، او په نتیجه کې یې ګڼ شمیر امریکایي استخباراتي منصوبین له منځه تللي ، ذبیح الله مجاهد وایي دبرید اصلي هدف په افغانستان کې دسي آی اې مرکزي دفتر وو ، چې دا اریانا چوک سره متصل پروت دی ، دغه راز فدایانو د ارګ او دفاع وزارت ودانۍ هم تربرید لاندې نیولي دي ، دذبیح الله مجاهد بشپړه خبرپانه په لاندې ډول لوستلای شئ .
دکابل نننیو بریدونو دګڼ شمیر امریکایي استخباراتیانو په وژنه او ژوبلیدا پای وموند
نن سهار وختي شپږ نيمې بجې دکابل ښار زړه ، ترټولو با امنه سيمې دکرزي دارګ خولې ته ۸ تنه فدايي مجاهدینو هريو شمس الله او عمر دميدان وردګو ، محمدصديق دپکتيکا ، نصير احمد او شفيع الله دکابل ، نیازمين دپکتيا ، محمدکبير اوقادرخان دخوست اوسيدونکو دخپلو سپکو او درنو وسلو سره ځانونه ورسول او بریدونه يې پيل کړل ، دبريد عمده موخه دآريانا هوټل چې امريکايان ورنه ګټه اخلي او پکې دننه دامریکا دجاسوسۍ سازمان (CIA) دفتر ، بهر ارګ ماڼۍ او درژیم ددفاع وزارت وو ، بريد ولاړ موټر ته په انفجار ورکولو سره پيل شو او مجاهدين له پلان سره سم خپلو ټاکل شوو سنګرونو ته ورسيدل ، په هوټل کې دننه د (CIA) مهم دفتر او ګڼ شمیر کارکونکي د دو جنرالانو کرسټل او ګوريک په ګډون تر برید لاندې راغلل ، بريد تر ۹ نیمو بجو دوام درلود او ګڼ شمیر بهرنيو اشغالګر پکې مړه او ژوبل شول ، ودانۍ ته يې پوره زیان ورسيد او ډير عراده جات يې هم ویجاړ شول ، بريد کونکو فدايي مجاهدینو دراکيټ ، پيکا ، اور غورځونکو او لاسې بمونونه استفاده وکړه او دښمن يې کابو ۳ ساعته تر اور لاندي وساته ، قهرمانو فدايانو په خورا تاکتيک او دننۍ مرستې سره ځانونه دغه ځای ته له وسلو او موټر و سره ورسول او ددښمن دغه له امنه ډک ځای يې هم له بې امنۍ او ځپونکې حالت سره مخ کړ .
ذبیح الله مجاهدداسلامی امارت ویندوی
۱۴۳۴/۸/۱۶هـ ق
۱۳۹۲/۴/۳هـ ش ــ2013/6/25م