نړۍ

د لاهور چاودنې لږ تر لږه ۴۰۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې یوې سترې چاودنې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي او ۳۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ډان نیوز پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د اقبال ټاون په یوه پارک کې چاودنه شوې چې له کبله یې تر دې دمه ۶۵ کسان وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د لاهور ښار پولیس ادعا کوي چې چاودنه یوه سرتیري بریدګر کړې ده.

د پولیسو یو مشر اشتیاق امین رسنیو ته ویلي چې د لاهور په جناح روغتون کې ۳۹ مړي او ۱۲۵ ټپیان، شیخ زاید روغتون کې ۵ مړي او ۴۸ ټپيان، سروسز روغتون کې ۶ مړي ۴۱ ټپیان، فاروق روغتون کې ۶ مړي ۳۳ ټپیان، میو روغتون کې ۹ مړي ۱۲ ټپیان، ایل جي روغتون کې ۵۳ ټپیانؤ ګنګا رام روغتون کې ۱۹ ټپیان او باجوه روغتون کې اته ټپیان موجود دي.

هغه زیاته کړې چې رسمي شمېرو له مخې ټول ۶۵ کسان وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي.

بل لوري ناتایید شوي راپورونه وايي چې د چاودنې پړه جماعت الاحرار په نوم یوې ډلې پر غاړه اخېستې ده. پاکستاني طالبانو د دغې ډلې څخه براءت اعلان کړی دی.

د پنجاب اعلی وزیر د پېښې له کبله په پنجاب ایالت کې درې ورځېنی ویر اعلان کړی دی.

ولسمشر اشرف غني او د  هند لومړي وزیر نریندر مودي د لاهور چاودنه غندلې  ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه د دا ډول بی هدفه او د عامو خلکو ترمنځ د بی ګناه خلکو وزلو سخت مخالف یم او غندم یی ، مګر هر خبر لوستل ، څیړل او ارزول ډیر اهمیت لری ، هدف کی ویل شوی چه سرتبری برید په واسطه شوی او دا یی هم پکی نه دی ویلی چه هغه پارک کی داخلی یا خارجی کوم لوړ پوړو یا عسکری قوی شتون درلود . زما ارزونه : که په دغه بارک کی لوړپوړی یا د پولیسو او اردو څوک نه وو نو د دغه ډول برید هدف څه وو ، دغه کار خو ښخی هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x