د فقیر ښایسته لور

قاري احسان
 
دیو فقیر سړي ډیره ښایسته لور وه، د هغې دواده لپاره ده او میرمني يي وړۍ اوبدلي چي څه پیسي تر لاسه کړي، او دلور د واده بندوبس په وکړي، دفقیر کور دمصر د دیندار، مشهور، د قرآن حافظ، د حدیثو د نامتو عالم او د وخت عادل باچا د کور په خوا کي وو، یو ورځ يي خپلي لور ته وویل چي نن به بازار ته ځو او وړۍ به خرڅه وو، لور چي تر اوسه هم د کورڅخه نه وه وتلي دپلار خبره يي ومنله او ورسره د بازار په لور روانه سوه، د ابن طولون د یو امیر چي فیل نومیده د کور مخته تیردل، نا څاپه د فقیر پام په بله خوا سو او لور ځیني هیره سوه، لور يي هم هغلته هکي حیرانه ودریدله، د حیرانتیا په دې عالم کي که ګوري د فیل په نامه هغه امیر ورباندي رابرابر سو، امیر چي دې ښایسته انجلۍ ته وکتل، دستي ورباندي مین او زړه يي وبایله، لنډه دا چي انجلۍ يي کورته بوتله، وخپلو خدمتګارانو ته يي وویل:  ښه پاک کالي ورواغوندوئ، او ښه خوشبو ورولګوئ، ډیري ښایسته ګیڼي ور پغاړه کړئ، خدمتګارانو يي همدا ټول وکړل، او د ده وخوني ته يي وروسته، ده ظالم د انجمۍ د عزت سپکاوی وکړ، او بکارت يي ورختم کړ.

کله چي يي پلار او مور له دې ناورینه خبر سول ډیر بې حده ورباندي درنه تمامه سوه.

د دې باچا دا عادت وو، چي کله به هم یوه موهمه قصه پیښه سوه نو مؤذن به يي بې وخته اذان کاوو، ټول خلک به پوهیدل چي څه ضروري خبره پیښه سوي ده.

د خدای کارونه ول دا مؤذن د دغه فقیر شناخته وو، هغه ته يي قصه وکړله، مؤذن فورا اذان پیل کړ،  احمد ابن طولون چي دا بې وخته اذان واوريد، سړی يي ورواستاوه، او قصه يي تري مالوم کړه.

وروسته ابن طولون د انجلۍ مور او پلار راوغوښتل، کله چي د دفتر وخت راغلی امیر فیل هم د خپل عادت سره سم دفتر ته حاضر سو، ابن طولون ورته وايي: چي واده دي مبارک سه! فیل ځواب ورکړ: چي واده مي له کومه وو؟ ابن طولون ورته کړه: چي دا د انجلۍ پلار او دا يي مور ده، او ته وايی چي واده مي له کومه وو؟

کله چي فیل د انجلۍ مور او پلار ته وکتل، د نورو امیرانو په مخ کي ډیر شرمنده او رسوا سو، د شرمه يي سر ښکته وځړاوو، ابن طولون ورته کړه: چي سر راپورته کړه، بیا يي د انجلۍ مور او پلار ته وویل: تاسو که خپله لور زما دې غلام ته ورکړئ، نو زر دیناره به اوس په مهر کي درکړو او زر به بیا وروسته؟

مور او پلار يي دواړو دا خبره ومنله، ابن طولون شاهدان راوغوښتل، نکاح يي وتړله، کله چي شاهدان ولاړو، نو ابن طولون جلات ته امر وکړ چي د فیل سر ووهئ، هغوئ هم فورا د باچا حکم پر ځای کړ  د فیل سر يي وواهه، د ده په مخ کي يي کېښود.

ابن طولون د انجلۍ مور او پلار ته وویل: چي اوس نو دي لور د خپل میړه نه د میراث حقداره هم سوه، ورځه لور او د دي دمیړه ټوله ترکه درسره یوسه. ورځئ  په موخه مو ښه او الله مو خوښاله لره.
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د