نړۍ

د کشمیریانو په یوه برید کي د هند اته تنه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د هندوستان تر ولکې لاندي کشمير کي د ازادي غوښتونکو کشمیریانو په یوه برید کي اته تنه هندوان عسکر وژل شوي دي، او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د الجزیرې د راپور سره سم د حزب المجاهدین په نامه ډلي ددې برید مسؤولیت اخیستی، او ویلي چي دوی به نور هم دا رنګه عملیات ترسره کړي.

د هندوستان د وزارت دفاع ویاند ناریش ویلي چي په سرینګر کي وسلوالو کسانو د هندي فوځیانو یوې قافلې ته کمین نیولی وو، چي په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته، او وسلوال په تیښته بریالي سول.

ددې تر مخه د حزب المجاهدین ډلي د هغو دوو پولیسو مرګ هم په غاړه اخیستی وو چي د تیري شنبې په ورځ د سرینګر په ښار کي مخامخ وویشتل شول.
باید وویل شي چي د هند وزیر اعظم من موهن سینګ غواړي نن ورځ د هند تر ولکې لاندي کشمېر ته خپل دوه ورځنی سفر پيل کړي، چي له همدې کبله په هندي کشمېر کي زیات امنیتي تدابیر نیول شوي دي، او هم په ورته وخت کي دحزب المجاهدین ډلي او نورو ازادي غوښتونکو ډلو خپل عملیات زیات کړي دي.

راپورونه وايي چي د روان کال د مارچ د میاشتي څخه تر اوسه ۲۷ تنه هندي عسکر د ازادي غوښتونکو کشمیریانو له خوا وژل شوي دي، او د تیري ورځ برید یی تر ټولو غټ برید بلل شوی دی.

ویل کیږی چي د کشمیریانو او هندوستان تر منځ په شخړو او جګړو کي تر اوسه قریب ۴۵ زره انسانان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x