ورزش

افغان لوبډله تر یوې سترې بریا وروسته هېواد ته ستنیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۸مه ۱۳۹۵ل): افغانستان د نړیوال جام سره وروستۍ خدای پاماني د یوې سترې بریا ترلاسه کولو سره وکړه. ویسټ انډيز څخه یې د لږ ۱۲۳ هدف دفاع وکړه او په ۶ منډو یې سیالي وګټله.

اصغرستانکزي تر سیالۍ وړاندې ویلي وو چې دی به د ورو توپ اچوونکو راشدخان او محمدنبي پر مټ د ویسټ انډيز تېز توپ وهونکی راګیر کړي او نن یې خپله ادعا ثابته کړه.

ویسټ انډيز په الف ګروپ کې په لومړي نمبر و، په نیمه پایلوبه کې به له هند سره لوبیږي. ویسټ انډيز تر دې وړاندې جنوبي افریقا، سري لنکا او انګلستان په څېر سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.

افغانستان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د لومړۍ درجه لوبډلو له منځه تر دې وړاندې یواځې زمبابوۍ ته ماتې ورکړې وه، ویسټ انډيز دوهمه لوبډله شوه چې د افغانستان پر وړاندې ماتیږي.

په وروستیو ۳۰ بالونو ویسټ انډیز ۴۰ منډو ته اړتیا درلودله، راشدخان مهم لوبغاړی رامادین وسوځاوه. لوبه دغه مهال یو څه برابره شوه. افغانستان په درې اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې.

په وروستیو دوه اورونو کې ویسټ انډیز ۲۵ منډو ته اړتیا درلودله. ګلبدین نایب لومړي بال یوه منډه ورکړه، خو په ورپسې بال يې شپږیزه ورکړه. لوبه نوره هم سخته شوه، درېیم بال بیا لیګ بای شو، څلورم بال باندې ګلبدین نایب د ویسټ انډيز کپتان ډیرن سامي وسوځولو.

ویسټ انډيز په اتو بالونو ۱۷ منډو ته اړتیا درلودله چې براوایټ بیا شپږیزه ووهله او په لوبه یې د افغانستان واک کم کړ.

وروستي اور کې ویسټ انډيز لسو منډو ته اړتیا درلودله. محمد نبي توپ اچونې ته راغی. محمدنبي خپله وړتیا ثابته کړه، لومړی او دوهم بال یې مس کړل، درېیم بال يې فول ټاس ورکړ، نجیب ځدران نه منونکی سخت کېچ واخېست، په لوبې بېرته د افغانستان واک ټینګ شو. وروستي درې بالونو باندې ویسټ انډيز ۳ منډې جوړې او دې سره افغانستان په لومړي ځل د نړیوال جام قهرمانې لوبډلې ته ماتې ورکړله.

د لوبې ښه لوبغاړی نجیب ځدران شو، هغه ۴۸ منډې جوړې کړې او یو ډير سخت کېچ یې هم واخېست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x