ورزش

استرالیا بهر او هند نیمه پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۸مه ۱۳۹۵ل): د هند کرکيټ لوبډلې د ویرات کولي د تېزې او مسوولانه لوبې پر مټ استرالیا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه او ورسره نیمه پایلوبې ته ووت.

نننۍ لوبه کې استرالیا پچه وګټله او د لومړۍ توپوهنې پریکړه یې وکړه.

د استرالیا پیل د تېرو سیالیو په څېر تېز و، لومړنیو څلور اورونو کې یې ۵۴ منډې جوړې کړې. په پنځم اور کې یې عثمان خواجه په ۲۶ منډو د لاسه ورکړ. وروسته يې وخت پر وخت ویکټې وغورځېدلې او د ۶ ویکټو په غورځېدو یې هند ته ۱۶۱ منډې هدف وټاکه.

د استرالیا له لوري فنچ ۴۳، میکیسول ۳۱ او واټسن ۱۸ منډې جوړې کړې.

د ۱۶۱ منډو د پوره کولو په تعقیب کې هند په ۲۳ منډو لومړۍ، ۳۷ دوهمه او ۴۹ درېیمه ویکټ د لاسه ورکړله.

وروسته ویرات کولي له یوراج سنګ سره منډې تر ۹۴ پورې ورسولې. دا مهال هند په ۳۶ بالونو ۶۷ منډو ته اړتیا درلودله چې کپتان مهندرا سنګ دوني توپوهنې ته راغی.

دوني د ویرات کولي سره یوځای تېزه لوبه پیل کړه او په ۱۹.۱ اورونو کې یې استارلیا ته هدف پوره کړ.

ویرات کولي په یواځې ۵۱ بالونو ۸۲ تېزې منډې جوړې کړې او په نننۍ بریا کې یې کلیدي رول ادا کړ.

نوموړی د لوبې ښه لوبغاړی وټاکل شو.

هند به نیمه پایلوبه د ویسټ انډيز سره د مارچ په ۳۱مه په نوې ډيلي کې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x