نړۍ

اسلام اباد: پارېدلي لاريون کوونکي د پارلمان ودانۍ ته ننوتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې زرګونو پارېدلي مظاهرين د حکومت «ريډ زون» او پارلمان ودانۍ ته ننوتي او حکومت د مظاهرينو د مخنيوي لپاره پوځ ځای پر ځای کړی دی.

د پاکستان حکومت د پنجاب پخواني والي سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري تېره مياشت اعدام کړ او مظاهرينو د ممتاز قادري د څلوېښتمې په مناسب له جوړې شوې غونډې وروسته د حکومت ريډ زون او پارلمان ودانۍ باندې هجوم وروړ.

islamabad_redzone_police_640x360_afp_nocredit

د رسنيو له قوله د مظاهرينو شمېر له اويا تر اتيازرو دی او د خصوصي تلويزون پر دفتر يې هم بريد کړی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب کې شاوخوا پنځه ويشت تنه ټپيان شوي دي.

مظاهره چيانو دوه اور مړه کوونکي موټر هم سوځولي، ولسي او دولتي املاکو ته يې هم زيانونه اړولي دي.

د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ د اخ و ډب پر مهال پوليسو اوښکې بهوونکی ګاز او هوايي ډزې هم کړي دي.

سرچينې وايي، چې مظاهره چيان چارواکو سره مذاکراتو کولو ته نه دي تيار.

د ممتاز قادري له اعدام وروسته د پاکستان ګڼو سياسي او مذهبي ګوندونو حکومت ته وخت ورکړی و، چې د قادري تر څلوېښتمې دې هېواد کې اسلامي قانون نافذ کړي او د توهين رسالت په جرم نيول شوې مسيحي اسیه دې اعدام کړای شي.

مظاهره چيان وايي، چې د دوی د غوښتنو تر منلو نه حکومت سره مذاکرات کوي او نه هم خپلې احتجاجي ناستې ختموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x