نظــر

اوږده مزلونه، ځوانی حوصلی/ محمد سهیل شاهین

کله چی د پخوانی شوروی اتحاد سور فوځ د افغانستان  په پاکی خاوری نوی، نوی  تیری وکړ، په  ټول ولس کی یی د مقاومت فکر او جذبه راپورته کړه. ابتدایی ورځی وی. جهادی مقاومت سرتاسری شکل نه و غوره کړی خو  د ولس اسلامی او ملی احساسات لکه سوچه زر د هر افغان د خبرو او عمل څخه ځلیدل. د جهاد مشران به هم چی کله د خبرو ستیج ته وختل، د سترګو نه به یی اوښکی بهیدی.  د اسلامی نظام او د خلفای راشدینو د دور د حکومتونو د عدالت او  اسلامی اخوت خوږی قصی به یی کولی، زموږ په مخ به هم تودی لیکی را روانی شوی خو په زړه کی به من،  من غټیدو، دا ځکه چی د وطن د آزادی او د اسلامی نظام د لاری لارویان وو.

 هره ورځ به مو هیلی غوړیدی او لوئیدی. په همدی شکل دغه جهادی کاروان پیل شو. هلته چا نه ویل ته پښتون یی او که تاجک. هر مجاهد او مهاجر د یوه او بل ورور و او هم ملګری. عام فکر دا و چی بس په کال نیم کی به افغانستان آزاد شی. حتی ډیرو د هجرت په دیار کی خپل ماشومان ښوونځی کی نه داخلول. ویل یی کال ته چی وطن آزاد شی، نو هلته به یی  ښوونځی کی شامل کړو.

هغه وخت ما د حرکت انقلاب اسلامی په فرهنګی کمیټی کی کار کاو، هره ورځ مازدیګر به می فرهنګی کمیټی ته رارسیدلی د مجاهدینود بریاوو خبرونه واخیستل او د ای ای پی ( ایجنسی افغان پریس) دفتر ته به می یوړل او هلته به می په انګلیسی وژباړل،  بیا ماخستن به می د پیښور په صدر کی د پی آی ای د کارګو دفتر ته ورکړل چی په پنډی کی یی د ای ای پی مرکزی دفتر ته ورسوی.  په مرکزی دفتر کی به د نیوز ایډیټر یا د خبرونو د څانګی مدیر د اصلاح نه وروسته ټولو اخبارونو او رسنیو ته واستول.

لاری ‌ډیری سختی وی، مجاهدینو سره نه مخابره وه او نه د نن په شان مبایلونه او د انټرنیټ تسهیلات. مجاهدینو به د رخت په سپینه ټوټه خبرونه ولیکل ، بیا به یی هغه د واسکټ او کورتی په استر کی  وګنډل، له هغه وروسته به یی موږ ته راورسول.  چا به دغه ټوټه د پټکی په ولونو کی پټه کړی وه او چا به د خپل اغوستل شوی کمیس د لستوڼی د ننه.  معمولأ شل، پنځه ویشت ورځی وخت یی اخیست چی خبرونه موږ ته راورسیږی خودا د لیری پرتو ولایاتو په هکله و.د نږدی ولایاتو څخه به څو ورځی مخکی رارسیدل.  

 پدغه وخت کی هر یو مجاهد او مهاجر افغان په حتمی کامیابی یقین درلود خو کله چی د  هیواد دننه د جهاد  په میدان کی د جهادی  تنظیمونو ترمینځ برخوردونه پیل شول، هغه نږدی او حتمی کامیابی  لیری شوه، جنګ لکه جوشیدونکی چای جوش یوازی جوشیده ، خو نه پخیده.  جنګ دوام بیاموند. ورځ په ورځ پاک، استعدا لرونکی، د ایمان او عمل خاوندو مجاهدینو د جهاد په ډګر کی خپل ژوند له لاسه ورکاوو تابه ویل چی څوک یی را څخه  چاڼ کوی.   د هغوی په نه موجودیت کی ورو، ورو خلا رامینځ ته کیده  او  ددی خلا قیمت موږ  هغه وخت هم ادا کاوو او نن هم.

د جنګ پیل کول آسان دی خو اداره کول او منزل مقصود ته رسول یی سخت.  ښه می په یاد دی چی په ۱۹۸۵ کال  کی د سعودی عربستان د ریاض  ښار ته،  د افغانستان د هغه وخت د جهاد یو مشر راغلی و،  زه یی هم په مینه لیدو ته ورغلم.  ښایی ددی مشر چی اوس د کابل اداری سره دی، هغه خبره یاد وی. زمونږ سره د جهادی مشر څنګ ته،  د پوهنتون یو بل سپین ږیری  پروفیسور هم ناست و. پروفیسور صاحب مشر ته مخ ورواړاو او ورته یی وویل  تاسی به وایی چی موږ بالغان یو، دا منم خو د سیاست په میدان کی نابالغ یاست . له هغه وخته بیا ترننه  عمومی حالات د پروفیسور صاحب خبره تائیدوی. الله تعالی دی آینده کی خیر کړی.

نور بیا

محمد سهیل شاهین د افغانستان د اسلامي امارت په سیاسي دفتر کي غړی او ویاند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x