افغانستان

په کابل کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه توغنديز بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): شېبه مخکې د پلازمېنې کابل دارالامان پر سړک د پارلمان ودانۍ ته څېرمه درې توغندي ولګېدل.

د چارواکو په وينا دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې لوړپوړي امنيتي چارواکي پارلمان ته پر لاره وو.

د توغنديو له امله د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د بريد مسووليت منلی او زياته کړې يې ده، چې د پارلمان پر ودانۍ ګڼ توغنديز بريدونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x