
کندوز کې طالبانو لوړ پوړی پوځي قومندان وژلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز مرکز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو په مخامخ بريد کې د ملي اردو یو لوړ پوړی افسر وژل شوی دی.
تورن راشد سرحدي تېره ورځ ماسپښين مهال د طالبانو په مخامخ بريد کې ځای پر ځای ووژل شو.
طالبانو د توران راشد د وژنې پخلی کړی او هغه يې د عامو خلکو په ځورولو کې سرلاری بللی دی.
د طالبانو خبرپاڼه لیکي: «دغه راز په دښت ارچي ولسوالۍ کې د مزدورو عسکرو یو تن لوړ رتبه مهم افسر(تورن راشد سرحدي ) د مجاهدینوپه یوه بریالي بریدکې ووژل شواو د خپلو شومو اعمالو په سزاورسید.»
دا په داسې حال کې دی چې تېر ماښام په لوګر کې هم د ملي اردو لوړ پوړی قومندان د طالبانو د خښ کړل شوي ماین ښکار شو.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې پلي لوا د ګارنیزیون مشر ډګروال محمداجان د محمد اغې په زرغون ښار کې خپل کورته څېرمه پر خښ کړل شوي ماین ور برابر او ځای پر ځای ووژل شو.