fbpx

لاهور: له طالبانو جلا شوې ډلې د وروستۍ خونړۍ چاودنې پړه منلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د پاکستان پنجاب ايالت مرکز لاهور کې د خونړۍ چاودنې پړه د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې منلې او وايي، چې دغه چاودنه يې د ميسحيانو د «سپيڅلي اختر» کې د ګډونوالو د وژنې په موخه کړې ده.

دا چاودنه تېره ورځ د لاهور ښار په ګلشن اباد پارک کې شوې، چې له امله يې تر اوسه ۷۲ تنه وژل شوي او له ۲۵۰ زيات ټپيان دي.

د پنجاب چارواکي وايي، چې  د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د مړو شمېر نور هم زيات شي.

له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعت الاحرار د دغې چاودنې مسووليت منلی دی.

د جماعت الاحرار وياند احسان الله احسان د ياد بريد مسووليت منلو تر څنګ حکومت ته د نورو بريدونو او چاودنو ګواښ کړی او زياتوي، چې دغه بريد  لومړي وزير نواز شريف ته ځانګړی پيغام دی.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين، لومړي وزير نواز شريف، لوی درستيز جنرال راحيل شريف او نورو چارواکو دغه چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزير نريندرا مودي  هم د لاهور چاودنه غندلې او پاکستان سره يې په دې اړه خپله خواخوږي ښوولې ده.

د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو د کورنيو لپاره لس لس لکه، ژورو ټپيانو ته درې درې لکه او سرسري ټپيانو ته يو نيم يو نيم لک کلدارې ورکوي.

جماعت الاحرار له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډله ده، چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې يې د پاکستان په لروبر کې پر امنيتي ځواکونو او ولسي خلکو بريدونه او چاودنې کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د