افغانستان

طالبانو په غزني کې په پولنډیانو عجیبه چاودنه کړې

د راپورونو له مخې نن غرمه لس بجې دغزني ښار ته نږدې په خدای داد کلي کې طالبانو په یوه تاکتیکي چاودنه سره پولنډي عسکرو ته درانه تلفات اړولي دي ، عیني شاهدان وایي پولنډي عسکرو دسرک په غاړه دطالبانو یو دروند بم کشف کړ ، بم یې له خاورو راو کیښ په موټر کې یې کيښود ، او غوښتل یي چې دخپلې قرارګاه په خوایي انتقال کړي ، خو چي څرنګه پولنډي عسکر روان شول ، بم په  پوځي موټر کې دننه وچاودید او پولنډي عسکر چې په همدې موټر کې ناست وو ، لور په لور یې وشیندل.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپیښي مسؤلیت په غاړه اخیستی خو دا یي نه دي ویلي چې دا چاودنه یې څرنګ رامنځ کړې ده ، طالبان چې خپل بمونه په ریموټ کنترولوي ددښمن په وړاندې په چاودنو او بریدونو کې له ډول ډول تاکتیکونو څخه استفادې کوي ، چې تل بدلیدونکي وي .

دغزني دچاودنې په اړه طالبانو ویلي چې شپږ پولنډیان په کې وژل شوي ، خو بي بي سي دعیني شاهدانو په قول وایي ، چې تر اتو پورې  پولنډي عسکر یې لیدل چې په زنبیل کې یې امبولانس ته انتقالول ، معلوم نه دي چې مړه وواو که ټپیان ، څرنګه چې چاودنه د ټانګ دننه او عسکرو ته بیخي نږدې پیښه شوي فکر نه کیږي چې د ټانګ دننه کوم پولنډی دی ژوندی پاته شوي وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x