fbpx
بشير احمد ريان

کندهار: ملي امنیت ژورنالیست او محصل بشیر ریان په زندان کې په شهادت رسولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): ملي امنیت د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل، لیکوال او ژورنالیست په شهادت رسولی دی.

د بشیر احمد ریان په نوم د دری ادبیاتو محصل د درېیم کال د وروستۍ ازموينې په ورځ امنیتي ځواکونو د پوهنتون له انګړه وړی و، چې نن يې کورنۍ جسد د سپین بولدک څخه تر لاسه کړ.

د نوموړي کورنۍ ته نیژدو سرچینو نن ټکی آسیا ته وویل چې نن ورځ د کندهار پوهنتون نورو محصلینو ته د یوه نامعلوم جهت له لوري خبر ورکړه شوی وو چې ددوی د ملګري جسد په سپین بولدک کې د یوه غره سره پروت دی، چې له هغه ځایه بیا روغتون ته رسول سوی وو، او وروسته یې کورنۍ خبره شوې.

بشیر احمد ریان چې ګڼې لیکنې او ژباړې يې په کتابي بڼې خپرې شوې دي، له بېلابېلو ویبپاڼې سره هم په انلاین ژورنالیزم کې همکار پاتې شوی دی.

نوموړ د مشهور لیکوال انجینر عبدالله ګل ریان زوی او د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د نعیم کلا اوسېدونکی و.

د نوموړي د چاپ شويو ټولګو له ډلې د سیرت النعمان، د نړۍ د هېوادونو لنډه پېژندنه، په اروپا کې اسلامي جګړې او د مېرمنو فقهي مسائل یادولی شو.

د بشیر احمد ملګري همصنفیان وايي چې نوموړي له لیکنو او ژباړو پرته بل عادت نه درلود، خو د درېیم کال د وروستۍ ازموینې په ورځ د ملي امنیت مسوولین د پوهنتون ته انګړ ته ورغلل او د ازموينې له میدانه يې ویوست.

د ازموینې له ډګره وروسته د بشیر احمد او د هغه د کورنۍ تر منځ اړیکه ټینګه نه شوه، د پوهنتون محصلین وايي چې امنیتي ځواکونو يې ځای ځایګی نه ور ښود.

بشیر احمد نږدې درې میاشتې د امنیتي مسوولینو په پټو زندانونو کې تېر شوې او نن په سپين بولدک کې دملي امنیت له لوري تر وژل کېدو وروسته یې جسد وموندل شو.

دا لومړی ځل نه دی چي د کندهار په زندانونو کې محصلین او عام وګړي په شهادت رسول کیږي، بلکي د کندهار په زندانونو کې د معمول خبره ګرځېدلې ، نه دداسي پيښو عاملین بیا معلوم شوي او نه یې هم چا پوښتنه کړې.

avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

‌انا لله و انا الیه راجعون!

هیڅ نه پوهیږم چې ددې تنکۍ ځوانۍ شهادت څرنګه وزغمم، خو د یوه مسلمان په توګه مې ځان ته دا تسلې ورکړه چې د حشر په ورځ به د یواځیني ذات په وړاندې خپل ځواب ورکوي او خپل حساب به ورکوي. الله دې د هغه شهادت قبول کړي او کورنۍ ته یې دې خدای جمیل صبر نصیب. آمین

شاھین
میلمه
شاھین

د وحشت او بر بريت انتهاده چی یو محصل د ازموینی لہ میدانہ راوباسی او پہ شھادت یی رسوی۔ ایا دا وحشت توجیہ کیدای شی ؟
اللہ تعالی دی یی درنی کورنی تہ اجر او صبر جمیل نصیب کری او اللہ تعالی دی دغو ظالمانو تہ سزا ورکړ‎ی۔
د بشر د حقوقو ټیکداران ولی پدغو ظلمونو خاموش دی؟

محمد
میلمه
محمد

الله تعالی دی شهادت قبول کړی، الله دی دغه د کندهار وحشي ځناور ژر تر ژره خپل په سزا ورسوي، نور یې په کندهار کې دومره ظلم ته ملاتړلی چی د تحمل او برداشت څخه لوړه ده، ضرر او شر یې دومره عام سوی چی اوس نو هري کورنۍ څه نا څه درد او خوږ ځیني لیدلی، داسی ښکاري چې دغلو، لوچکانو، لغړیانو او چرسیانو حکومت نور په ختمېدو دی. خدای دی نور مسلمانان ددوی له شره په امن کړی خدای دی مو ژر تر ژره ځینی خلاص کړي.

جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

انا لله وانا الیه راجعون
دنوموړي شهید درنې کورنۍ ، ملګرو او ټولو خواخوږو ته دزړه له تله تسلیت وایم ، الله تعالی دي دنوموړي شهادت قبول او قاتلین دي یې خدای پاک ژر تر ژره تباه اوبربادکړي او تاسوته دي یې الله تعالی نعم البدل درپه برخه کړي
دقومندان رازک لغړي څخه بله طمع درلودل اوبوته خوبونه ویل دي
الله تعالی دي نور افغانستان له دې وحشې ژویو خلاص کړي ترڅو مؤمنان په ارام سره ژوند وکړي ،

شبیراحمد عثماني
میلمه
شبیراحمد عثماني

‌انا لله و انا الیه راجعون! بشیراحمد ریان دې خدای وبخښي او کورنۍ ته دې یې الله تعالی صبرجمیل نصیب کړي! ډیره دردناکه واقعه ده ، ددولتي چارواکو دظلمونو په روان بهیر کې یو بل باب وراضافه شو، په افغانستان کې میشت ژورنالیستان او دژورنالیستانو د حقوقو ساتنې او خوندیتوب ادارې په سخت امتحان کې پریوتي دي چې خاموشي به یې ددوی په وړاندې عامه کرکه او نفرت راوپاروي. یا خو به په مطلق ډول دا اعتراف کوي چې ددوی فعالیتونه یوازې ترهغو ژورنالیستانو محدود دي کوم چې آزاد ژورنالیست په توګه داشغالګرو په خدمت کې دي او داشغالګرو په… نور لوستل »

حمدالله صابر
میلمه
حمدالله صابر

کورنۍ او درنو ملګرو ته یې له الله جل جلاله نه ورته د زړه صبر غواړم ، الله تعالې دې سپېڅلی شهادت ورته قبول کړي
اشرف غني کرکټيانو سره بیل بیل په ټلیفو خبرې کولی شي او د ځوان محصل د ملي امنیت له لوري په ظلم شهید شوي بشیر ریان پښتنه نشي کولی ، دایي متفکر او دایي خوا خوږي او دایي دیموکراسي او دایي د بشر حقوق او دایې د محصلینو سره همکاري .
بښنه غواړم د سخت خفګان د لاسه مې که څه زیات او کم لیکلي وي

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

‌انا لله و انا الیه راجعون! الله ج دی ورل شهادت قبول کړی ، او د ده کورنیی ته دی الله ج د ده غیر حاضری محسوس نه کړی ، الله ج فرمایی شهیدانوته مړه مه وایاست ، شهیدان ژوندی دی حتی په شان خوراک چښاک کوی ، څوک چه خوراک چښا کوی ، دا دمړو نه د ژوندی زوندی فعالی او خصلت دی ، او بیا دهغه ژوندی پیاوړتیا او سپیڅلتیا به څومره وی چه د الله ج په لیار کی یی شهادت تر لاسه کړی وی د هغو جسم او روح دواړه د مجاهدینو سره ملتیا لری دهغو… نور لوستل »

خيرخوا
میلمه
خيرخوا

انا لله وانا اليه راجعون. تقبله الله وتغمده في رحمته، وجعله مع الصديقين والشهداء والصالحين. آمين

عزیز
میلمه
عزیز

انا لله واناالیه راجعون
الله دی دبشیر احمد ریان شهادت قبول کری الله ددبدر او احد دشهیدانو درجه ورکری اودده کورنی دوستانو او ملگرو ته دالله صبر جمیل او اجر عظیم او نیک بدل ورکری
دایوازی بشیراحمدجان نه دی زمونگ په زرهاوو مسلمانان دوطن په مختلفو زندانونو کی تر شکنجو لاندی دی کوم ظلم ندی چه زمونگ په مظلوم اولس باندی ندی شوی الله مودی نور ددی ظالمانو دشره خلاص کری