ترافيکي پېښه کې د عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ څلور غړي مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): په کندوز کې د ترافیکي پېښېې له امله د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ څلور غړي مړه شوي او اوه نور ټپيان دي.

پېښه تېره شپه د کندوز د امام صاحب په دشت ابدان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال امان الله قریشي وايي چې پېشه د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان امان الله ابرهیيمي د کورنۍ د موټر او یو بار وړونکي موټر تر منځ وشوه.

امان الله ابراهیمي چې د امام صاحب ولسوالۍ امنیه قومندان دی د عبدالروف ابراهیمي د تره زوی دی.

په پېښه کې د امنیه قومندان مور، یو زوی او دوه لوڼې مړې شوې دي او اوه تنه نور ټپیان دي.

د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال د ټپي شویو کسانو کې د دو تنو روغتيايي وضعیت نازک بللی او نور يې ډاډمن ګڼلي دي.

قریشي په پېښه کې د بار وړونکي موټر چلوونکی ملامت بولي او وايي چې هغه او د هغه ملګری يې نیولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د