ناڅرګندو وسله‌والو د سترې محکمې د رييس پلار تښتولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د سترې محکمې د رييس قانونپوه سيد يوسف حليم سپين ږيري پلار سيد حسن ناڅرګندو وسله والو تښتولی دی.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې د سترې محکمې د رييس نوي کلن سپين ږيری پلار تېره ورځ د سهار له لمانځه وروسته خپل کور ته روان و، چې ناڅرګندو وسله والو وتښتاو.

خوږياڼی زیاتوي، چې امنيتي ځواکونو د سترې محکمې د رييس د تښتول شوي پلار پلټنه پيل کړې، چې د تښتوونکو له منګونو يې راخلاص کړي.

سيد يوسف حليم د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په کابل او جلال اباد کې هم کورونه لري.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، چې جګړن سيد حسن د ميوې منډې ته څېرمه د خپل کور له مخې تښتول شوی دی.

د سيد حسن کورنۍ او د ننګرهار امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو کې پلازمېنه کابل، جلال اباد او نورو سيمو کې د نورو نا امنيو ترڅنګ د سړي تښتولو پېښې ډېرې شوي، ولسي خلک اندېښمن دي، چې حکومت يې په امنيت ساتلو کې پاتې راغلی او دوی خپل ځانونه خوندي نه بولي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

سم کار شوی وایی چه په کابل او جلال اباد کی هم ډير کورونه لری له کومه یی کړل وایی ( اګر رشوت نه خوردی خیر بګو از کچا کردی ) بیا هغه کسان چه د څارنوالی او قضا به رشتو کی کار کوی دوی ته خو اسلامی پوهه هم لری سره د پوهی د اشغالګرو معاشونه او رشوتونه اخلی، که دغه پلار یی ورته نه وی ویلی پلار به یی عق کړی وی خو زه وایم چه کشکی زوی ( اصلی مجرم ) ته یی هم نتیجه ورمعلومه شی