افغانستان

د افغانستان د ۱۰۵ سفارتکارانو څخه ۱۰۰ د سیاسي پناه په هڅه کي دي

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي حالات دې کچي ته رسیدلی، چي په بهر کي میشت افغان سفارت کاران نه غواړي چي خپل هیواد ته ستانه شي، او په دې لړ کي نیژدې سل تنه د سفارتونو کارکونکو افغانستان ته د نه تګ فیصله کړې، او غواړي چي د وزارت خارجه سره خپلي اړیکي وشلوي.

د شپيګل اونلاین په راپور کي راغلي چي د ۱۰۵ افغاني دیپلوماټانو څخه یوازي پنځه کسه بیرته خپل هیواد ته د وزارت خارجې د امر سره سم ستانه شوي، او پاته کسان په هغو هیوادونو کي پاته شوي چيري چي دوی په دندو ګمارل شوي وه، چي په هغو کي د المان په پلازمینه برلین کي سفارت کاران هم شامل دي.

د افغانستان د وزارت خارجې څخه یو سرچیني شپیګل انلاین ته ویلي چي دغه سفارتکارانو دوی ته خبر ورکړی چي دوی غواړي د خپل دندې په هیوادونو کي ځانته پناه وغواړي، او یا دي ددوی دندي تر ۲۰۱۴ انتخاباتو پوري تمدید شي، تر څو د افغانستان مستقبل دوی ته روښانه شي او دوی خپل د راتلونکي په اړه فیصله وکړي.

یوه سفارتکار ویلي چي دا هیڅ بده خبره نه ده چي یو کس دي خپل د راتلونکي په اړه انديښمن وي، په افغانستان کي وضعیت ښه نه دی، او دا سي معلومیږي چي د بهرنیانو د وتلو وروسته به ډیره ګډوډي او جګړې را منځته شي.

باید وویل شي چي په بهرني هیوادونو کي د افغانستان په سفارتونو کي اکثره کارکونکي د کرزي په اداره کي د جګ پوړو چارواکو، قاچابرانو او جګړه مارانو زامن یا لوڼي دي، او هغوی نه غواړي چي خپل زامن او لوڼي د افغانستان په نامعلومه راتلونکي کي ښکېل کړي، او له بله اړخه خپله هم د افغانستان څخه د وتلو لپاره د پناه ځای په تلاښ کي دي.

د کابل د جمهوري ریاست څخه یو جګ پوړي چارواکي شپيګل انلاین ته ویلي چي بهرنیان او غربیان همیشه مونږ ته د دیموکراسي ، پر امنه او خوندي هیواد قیصې کوي، او دا هسی خوشي کیسې دي، چي د یو افغان زړه ته هم نه لویږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x