شعـــــرونه

غزل: عبدالحق عمري

عبدالحق عمري

ویده ویده شه د خوبونو شپې اوس ښې اوږدې دي
راځه دمه شه دمزلونو شپې اوس ښې اوږدې دي

سردمزل ده د مزلونو لارې پاتي دی لا
سم په قصو شه د نقلونو شپې اوس ښې اوږدې دي

دزولنو شرنګار دی اورم ای بندی جانانه !
بلا دی واخلم د دردونو شپې اوس ښې اوږدې دي

چې یم خپلواک د خپلواکۍ په ناوې شال غوړوم
(عمری) زما دامیدونو شپې اوس ښې اوږدې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x