نظــر

جمهوریت ځپلی ولس

کله چی څو ورځی وړاندی په دوحه کی،  د اسلامی امارت  سیاسی دفتر  پرانستل شو،  نو بعضی رسنیو له خپله طرفه د اسلامی امارت په خلاف په تفصیلی راپورونو کی د خلکو غبرګونونه وړاندی کول.

د مثال په توګه کله چی طلوع تلویزیون لخوا د دفتر خبر خپریده،  نو په راپور کی یی دا هم ویل چی د دفتر پرانیستنی د کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو خلک ډیر په تشویش کی اچولی دی.

په دی راپور کی خبریال،  د یوه سپین ږیری خبری راخلی چی وایی زه د افغانستان اسلامی جمهوریت غواړم، زه طالبان نغواړم.  

دا خبری داسی ښکاریدی لکه چا چی مخکی نه ورته ویلی وی .  

دا هم د حیرانتیا خبره ده چی په ټول هیواد کی یی یو  داسی کس هم پیدا نه کړ چی هغه د دفتر په  پرانیستنه خوښی څرګنده کړی.  دغه بی وزله سپین ږیری دا خبره په داسی حال کی کولی چی د سرک تر غاړی لمر ته ناست و او مخی ته یی یو څو زاړه بوټان د خرڅلاو لپاره ایښی وو. که له ده څخه دا پوښتنه شوی وای چی په  اوسنی نظام کی  په ملیاردونو ډالرو په راتلو سره ستا په ژوندانه کی څه بدلون راغلی نو یقینأ ځواب به یی دا و چی هیڅ بدلون نه دی راغلی. بدلون خو د زورواکانو، قوماندانانو او ټوپکسالارانو په ژوند کی راغلی چی اوس د ملیونونو ډالرو خاوندان دی. د افغانستان ولس خو نور هم بی وزله شوی. اوس هم په زرګونو خلک د فقر او غربت له امله همسایه هیوادونو ته په سفر کولو مجبور دی. هلته چی بیا دوی کومی سختی ګالی هغه د انسان خوب تښتوی.

په حقیقت کی  اکثر وخت د افغانستان واکمنانو  زموږ ولس همیشه د حقایقو څخه ګوښه او په افواهاتو کی راګیر ساتلی او  د یوی وسیلی په توګه یی  د ناروا اهدافو لپاره  استعمال کړی دی. هر څوک پدی پوهیږی چی د افغانستان اوسنی نظام فاسد دی، د بیان او میډیا آزادی یوازی یرغلګر قوتونه د خپلو ګټو او له دین او کلتور څخه زموږ د مجاهد ولس د انحراف په خاطر استعمالوی. د دولت واګی د یو څو شتمنو او زورواکه کورنیو په لاس کی دی. بی وزلی او فقر ورځ تر بلی زیاتیږی. خو بیا هم کیدی شی بعضی خلک دا فکر وکړی چی دیموکراسی د بل یوه نظام څخه بهتره ده، ځکه چی پدی نظام کی آزادی شته او په موږ باندی څوک یو کار نشی تحمیلولی.

زه له دی خبری سره موافق نه یم.

که څوک دا وایی چی د اسلامی امارت په وخت کی یو دولتی مامور باندی دا لازمه وه چی پټکی واغوندی او په خپل ملی لباس کی دفتر ته راشی نو په دیموکراسی کی هم ټول مامورین ددی پابندی دی چی باید دریشی ولری او نیکتایی واچوی.
که په هغه نظام کی ږیره پریښودل لازم و نو اوس ږیره لیری کولو ته دولتی چارواکی مجبوره کیږی او یا هم له یو نه یو ډول تبعیض سره مخامخ وی.  داسی باید وشی ځکه چی هر نظام خپل چوکاټ لری. هغه د اسلامی نظام چوکاټ و او دا په اصطلاح د دیموکراسی اصول دی.

د مطلق آزادی اختیار د دنیا یو نظام هم نه ورکوی او نه یی هم د یو سالم انسان ذهن دا خبره منی.

مثلا که یو څوک راپورته شی او یو کس ووژنی او بیا ووایی چی ماته یی خوند راکاو آزادی ده،  نو دا آزادی به هیڅ څوک هم ورسره ونه منی او نه هم دیموکراسی دا اجازه ورکوی.

ما سره اکثره دا فکر پیدا کیږی چی که دا حقیقت وی چی د نړی هر نظام خپل ځانګړی اصول لری او باید پیروان یی ددی اصولو تابع شی نو بیا ولی د اسلامی نظام لاندی ژوند تیرولو ته غاړه نږدو.

که موږ د دیموکراسی په خاطر په ځان باندی د دیموکراسی اصول عملی کولی شو نو ولی بیا اسلامی اصول په ځان نشو عملی کولی. زه دا هم منم چی اکثره نظامونو اسلام یوازی د خپل شعار په توګه استعمال کړی او عملی نمونه یی نه ده وړاندی کړی. خو راځی چی د یو واقعی اسلامی نظام لپاره کار وکړو چی په هغه کی د بیان آزادی، د انسانانو احترام، او بهترین اقتصادی او ټولنیز اصول نغښتی دی.

 د یو واقعی اسلامی نظام په هیله

انعام الله احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x