
غزل: سميع الله تړون
سميع الله تړون
کړمه چې نړۍ ته زه ناره د جنګ
ياده مې ده ټوله سپاره د جنګ
دا پاسته عسکر او دا زيږه غرونه
نه دی دا غريب دا بېچاره د جنګ
دومره به دې ستړی کړم چې تښتې به
بیا به رانه غواړې خساره د جنګ
څنګه به زلمي مېدان ته نه راځي
کلي کې ډنګېږي نغاره د جنګ
ستا دنګه ځواني او دا اوږدې څڼې
خدای درته درکړې قواره د جنګ
ته خو ويډیوي کنفرانسونه کړه
زه کومه نېغه ننداره د جنګ
يو مېدان نه ستړی ستړی راغلمه
بل مېدان ته اوځم دوباره د جنګ
ږيره مې په ځوانه ځوانۍ سپینه شوه
سخته ده تړونه ګذاره د جنګ
سمیع الله تړون