افغانستان

ارګ ته څیرمه د پروني جګړې وروسته اوباما پر کرزي پوښتنه کړې

نن ټکی آسیا: د ارګ او د امریکا د وایټ هاوس څخه خپرې شوي خبرپاڼي په ګډه خبر ورکوی چي تیره ورځ ارګ ته نیژدې د طالبانو د بریدونو وروسته د امریکا ولس مشر باراک اوباما د افغانستان په جمهور رئیس حامد کرزي پوښتنه کړې، او قریب یو نیم ساعت یی ویډیويي کانفرانس ورسره کړی.

د ارګ خبرپاڼي ویلي چي په یاده پوښتنه او ویډیويي کانفرانس کي دواړو اړخونو د افغانستان او امریکا تر منځ پر امنیتي تړون خبري وکړی، او هم یی د طالبانو د قطر ددفتر په اړه خبري وکړي، او نور همه جانبه مسایل یی سره ذکر کړه.

د وایټ هاوس خبرپاڼي ویلي چي کرزي او اوباما د سولي د پروسې په اړه خبري وکړی او اوباما پر دې ټینګار وکړ چي باید د سولي خبري اتري د افغانستان د سولي د عالي شوری له خوا پر مخ بیول سي، نه د امریکا له خوا.

باید وویل شي چي تیره ورځ طالبانو د جمهوري ریاست پر ماڼۍ ارګ برید وکړ چي له کبله یی څو تنه ساتونکي وژل شوي وه، او هم د جمهور رئيس حامد کرزي د مخکي نه پلان شوي کارونه سره ګډ وډ سول، چي په هغو کي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د استازي ډوبنز سره ګډ کانفرانس هم شامل وو، چي د طالبانو د بریدونو له کبله وځنډیدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x