اربکیان
تصویر؛ ارشیف

لوګر: برکي برک کې اربکی قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې يې مشهور اربکی قومندان وژلی دی.

دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې قومندان نجیب تندر يې تېر ماښام د برکي برک په چلتن سیمه کې په مخامخ بريد کې وژلی دی.

د دوی په خبره په بريد کې يې قومندان ځای پر ځای وژلی او د هغه وسله يې هم له ځانو سره وړې ده.

دغه قومندان چې په سیمه کې ظلم او بربریت ځانګړی نوم درلود، ولسي وګړو ترې څو ځلې ولایتي ادارې ته شکایتونه کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېر ماښام د لوګر په محمد اغه کې هم د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې پلي لوا قومندان ډګروال محمداجان هم د طالبانو پر خښ کړل شوي ماین ور برابر او ځای پر ځای ووژل شو.

چارواکو د ډګروال محمداجان د وژل کېدو منلي دي، خو اربکی قومندان يې بې تبصرې پرېيښی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د