افغانستان

د کرکټ پرونۍ خوښۍ پکتیا او پېښور کې د مینه والو زړونه ودرول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): په پکتیا او پېښور کې د کرکټ د دوو مینه والو د افغان لوبډلې د بریا له امله زړونه درېدلي دي.

تېره ورځ افغانستان ویسټ انډيز ته په شل اوریزو لوبه کې ماتې ورکړه، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې يې خوښی ونمانځل شوه.

د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکي غني الرحمن ځاځي د دې بريا په خوښۍ کې زړه ودرید او روغتون کې يې سا ورکړه.

د غني الرحمن ملګری خالد ځاځی وايي چې دوی یو ځای له راډيو نه د ویسټ نډيز او افغان لوبډلې تر منځ لوبه تعقیبوله چې کله د راډيو انانسر د بريا غږ وکړ د هغه وضعیت خراب شو.

خالد وايي وروسته يې غنی الرحمن روغتون ته ورساوه، خو هلته یې څو شېبې وروسته سا ورکړه.

۲۳ کلن غنی الرحمن په پکتیا کې د کرکټ د ځايي لوبډلې مشهور توپ اچوونکی هم و.

د پېښور په کار خانو کې بیا افغان کډوال نثار د عبدالستار زوی په دې خوښۍ کې زړه ودريد او ځای پر ځای ومړ.
ياده دې وي نږدې دوه کاله وړاندې په ننګرهار کې هم یو تن د افغان لوبډلې د بریا په خوښۍ کې زړه ودرید او ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x