نظــر

اتاترک غواړۍ؛ خو….

زه د تیر څه وخت راهیسې په اکثره ځایونو کې د ځینې لویدیځپالو افغانانو لیکنې لولم، ځینې ویبپاڼې هم جوړې کړيدي، چې د ترکي د یهودي ماسوني مشر اتاترک ډیره ستاینه کوي، دوی په افغانستان کې د یو اتاترک غوښتنه کوي، دوی داسې شخص غواړي، چې د دین اړیکه له دولت او سیاست وشلوي، په دوی کې دوه ډوله اشخاص شتون لري، یو ډول یې هغه دي، چې په لویدیځ کې یې د دین او سیاست بیلتون مطالعه کړی دی، د هغوی د فکر نه اغیزمن شوي، په اسلامي نړۍ کې یې د ترکيې تاریخ لوستی دی، هغوی په ترکیه کې وینې، چې اتاترک سیکولر انقلاب رامنځته کړ او دین یې له صحنې نه بهر کړ، دوی فکر کوي،

چې ترکیې د لادینه کیدو په صورت کې پرمختګ وکړ؛ خو، که حقیقت ته وګورو، داسې نه دی، د اتاترک نه وروسته، چې ترکیه په کوم بد په حالت کې وه، په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي، دغه خلک په پټو سترګو ړوند تقلید کوي.

    دویم ډول هغه کسان دي، چې ، دوی د قومیت د عصبیت ښکار شوي دي یا هم پخواني بقایا دي، چې پخوا مسلمان ملت وشړل، مات یې کړل، مخونه یې ور تور کړل؛ ولې، نن په مختلفو نومونو سره غواړي یو ځل بیا فعالیت وکړي، لکه چې کوي يې.

    اتاترک لږ وپیژنۍ؟

    دوی کیدای شي، چې اتاترک او د اتاترک کړنې نه وي، مطالعې کړې، ابوالحسن ندوي رح په خپل کتاب کې د اتاترک په اړه د هغه د یوه نږدې ملګري د کتاب څخه د اتاترک د شخصیت په اړه داسې لیکلي دي، چې: اتاترک په کوچنیوالي کې په یوه خدای ایمان نه درلوده، هغه د کوچنیوالي څخه د دین پر ضد شوی وه، هغه د لومړي سر څخه سیکولر وه او هغه د لومړي سر څخه د هغه خلافت، چې پیړۍ، پیړۍ یې مسلمانان راټول کړي وه، د هغه د له منځه وړلو فکر یې درلوده، کله، چې واک ته ورسید، خلافت یې لغوه کړ، دا ټول یې د یهودي ماسوني تحریک په ملاتړ او لاښوونه وکړل؛ ځکه، دی د هغوی د لاس اله او د تحریک وتلی غړی یې وه. ډاکټر توفیق الراعي په خپل کتاب کې د یهودي دایرة المعارف په حواله لیکلي، چې:

د ماسوني تحریک په پخوانیو او اوسنیو کې به د اتاترک په شان شخص بیا راپیدا نه شي، په یوه بل ځای کې یې هغه ته د ورور خطاب کړی دی.

    اتاترک په ترکیه کې څه وکړل؟

    هو! اتاترک د جوماتونو نه ګودامونه جوړ کړل، ملایان یې ووژل، د ونو پورې یې وتړل، دین یې له صحنې نه وویست، دین یې له ترکيې نه وویست، دین یې د عربانو پورې ځانګړی کړ، اذان یې په ترکي ژبه کړ، د ملت د لادینه کولو کوښښ یې وکړ، د خپل اسلامي تاریخ سره یې د ترکانو د اړیکې د پریکولو کوښښ وکړ، ترکان یې په لاتیني ژبه ویلو باندې مجبورول، په ښوونځیو کې یې د قران شریف تلاوت بند کړ، په بشپړ ډول یې  ترکانو په غربي کولو او د غربي کلتور په پلي کولو مجبورول…

    تاسو اتاترک غواړۍ؛ خو…

    هغوی چې د اتاترک په شان د یوه ژغورونکي؟؟؟ فکر لري، دوی ته وایم، تاسې به ددې مسلمان ملت تاریخ لږ څه ګرولی وي، چې دې ملت د خپل دین او وطن نه د دفاع په خاطر څومره قربانی ورکړي دي، اوږد تاریخ ته یې نه ور ګرځو، ایا تاسو ددې قهرمان او اتل ملت تیر سل کلن تاریخ مطالعه کړی، د اتاترک د وخت همعصره یو شاه د تیرې زیږدي پیړۍ په دریمه لسیزه کې یوه داسې ناکامه هڅه کړې وه، چې ملت یې پر ضد پاڅون وکړ، هو! ځینې نور عوامل به هم موجود وه؛ خو، هغه څه چې ملت وکړل د دین او اسلامي اخلاقو د ساتلو لپاره یې وکړل.

    په هیواد کې د کمونستي ګوندونو د فعالیت په لومړيو کې، چې د کابل په پوهنتون کومې پیښې وشوې، دا ددې متدین ملت د لوړې او قوي عقیدې ښکارندوی دي.

    د ثور د اوومې وروسته…

    ډیر لیرې هم نه ځو، د غوایانو د کودتا وروسته د ثور د اتمې د اسلامي انقلاب پورې حالات تاسې ولیدل، چې دې ملت د دین او وطن په خاطر په میلیونو شهیدان، مهاجر، معلول او بې کوره وګړي ورکړل؛ خو، په دین او وطن باندې یې یرغل ونه شو زغملای؛ ځکه، د دین سره مینه یې د دوی په طبیعت کې ایښودل شوې، چې څوک به یې په هیڅ قیمت ترې وانخلي، دا چې د اسلامي انقلاب د بریا وروسته مشرانو څه وکړل، دا منم، چې ډیرې سترې خطاګانې او اشتباوې یې وکړې؛ ولې، دا هم یو پلان شوی کار وه، چې د نورو په اشاره، ځینې پلورل شویو مشرانو پلي کړ او د ملت د قربانیو او وینو درناوی یې ونه کړ.

   …او اوس هم، هغه څه چې د تیرو دولس کلونو رادیخوا په هیواد کې روان دي، دا ددې ملت د اسلام دوستی او وطن دوستی یوه بله ستره بیلګه ده، هو! ځینې په یوه او بل نوم د دین پالنې او وطن پالنې کار پر مخ وړي؛ خو، دا ددې مانا نه ده، چې ګنې، دوی ستاسو(سیکولرانو، نشنلستانو) په شان غربي شوي یا ورته تسلیم شوي دي.

    په پای کې دوی غرب وهلیو ته وایم، چې تاسو خو د اتاترک غوښتنه کوۍ، تاسو خو یو اتاترک غواړۍ؛ خو لږ ددې ملت فکر مطالعه کړۍ، لږ ددې متدین ملت تیر تاریخ وګورۍ، هڅې نه چې تاسې هم د خپلو پخوانیو مشرانو په څیر تور مخي او بدرنګي نه کړي. او دا هم واورۍ، چې اتاترک په ترکیه کې څه وکړل، دې ملت نه پخوا منلي، نه یې اوس مني او نه به یې په راتلونکي کې ومني، بلکه تاسو به هم د خپلو پخوانیو په شان ورټي، لکه چې رټلي یې یاست.

 زاهد خلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x