افغانستان

د کانونو او پټرولیم وزیر ارګ ته خپله استعفا وړاندې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): د کانونو او پټرولیم وزیر ډاکټر داودشاه سبا ارګ ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.

ډاکټر داود شاه سبا د ملي امنیت شورا پرلپسې مداخله او د دې شورا له لوري د هېواد د کانونو او معدونونو لوټ د خپلې استعفا دلیلونه وړاندې کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر خپله استعفا له بهره ارګ ته لېږلې خو تر اوسه معلومه نه ده، چې ولسمشر غني به يې استعفا ومني کنه.

داودشاه سبا چې د محمد اشرف غني له لوري د دې وزارت لپاره نومول شوی و، د هغه په خبره د ولسمشر په ملاتړ يې دې دندې ته اوږه ورکړه.

کره سرچينې وايي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د نوموړي وزیر په کارونو کې لاسوهنه کوله او ان د هېواد ګڼو معادنو قرادادونه يې پر زور پرې لاسلیکول.

د کابل پوسټ په نوم ورځپاڼه وايي چې د کانونو او پټرولیم وزیر د ملي امنیت شورا اړوند شکایتونه ولسمشر ته وړاندې کړل، خو هغه هم دی ملامت او په شفاهي توګه يې ترې غوښتنه وکړه چې له خپلې دندې تېر شي.

د سرچينې په وینا ولسمشر دغه وزیر پر دې ملامت کړ چې د ده امرونو ته يې غوږ نه دی نیولی.

د کانونو او پټرولیم وزیر په داسې حال کې د پراخ فساد په غبرګون کې له دندې لاس پر سر کېږي چې ولسمشر غني د نوي کال په مناسبت په خپاره کړې پیغام کې په اقتصادي برخو کې ګڼې نورې ژمنې هم وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د استعفی ورکول زیات شوی ،علت یی همدا چه څه وخت دمخه علومی طویله کی پارلمانی غوایانوته ویلی وو هغه وویل چه د طالبانو د ولسوالیو د فتحو وار دی ولایتو ته یی لا وخت پاتی دی ، خو هغه وخت د کندوز په فتحه کولو معلوم شو چه رارسیدلی یا د رارسیدو په حالت کی دی. د همدی امله څه وخت د مخه نبیل ، هغه ورخ علومی ، پرون نورستانی او نن هم دغه وزیر صباحب او نور لوړپوړی چارواکی یو دبل بسی پر له پسی استعفی ګانی ورکوی او سمدلاسه دا هم ورسره ویل کییږ چه هالیند،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x