
کراچي کې د قاضي باقر په موټر چاودنه شوې
په کراچي کې نن دیوې چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شول.
په مطبوعاتو کې راغلي چې چاودنه د سند د سترې محکمې د قاضي په موټر شوې چې پکې پنځه تنه ووژل شول او د مقبول باقر په ګډون یو شمیر نور سخت ژوبل شول.
قاضي باقر دسند په ستره محکمه کې د قضا دنده پرمخ بیایې.
په خبر کې ویل شوي چې داپیښه د کراچي په برنس روډ کې پیښه شوې چې پکې دپولیسو موټر په بشپړ ډول تخریب شوی دي، او زخمیان ددرملنې لپاره نژدې روغتون ته لیږدول شویدي.
ویل کیږي چې د مقبول باقر روغتیایې حالت ناسم دي.
عابرمسافر