درې وروڼه ،عجيبه کيسه: شرر ساپی

شرر ساپی

ډېره عجیبه کیسه ده!

په عربانو کې يوه قبیله وه چې د پالبینانو په قبیله يې شهرت لاره، له دې امله نه چې دوی به پالونه کتل، بلکې دوی ډېر ځېرک او هوښيار و، په دې قبیله کې يو حکیم او هوښيار سړی راپيدا شو، مخ يې رڼا کوله، دا سړی د عبدالله ګانو په پلار مشهور و، ځکه چې درې زامن يې لرل، د يوه نوم يې عبدالله و، د بل نوم يې هم عبدالله و او دریم زوی باندې يې هم عبدالله نوم ايښی و، په دې راز یوازې دا سپين ږیری او مېرمن يې پوهېده.

د سپين ږيري هډوکې زمانې وراسته کړل، او دمرګ په بستره يې څملاوه، د ځنګدن شيبې يې شروع شوې، درې واړه زامن يې سر ته کیناستل، څو د خپل پلار وصیت واوري، سپين ږيرې سترګې پرانستې، په ټيټ غږ يې وویل، عبدالله میراث اخیستی شي، بيا غلی شو، بیا يې وویل عبدالله میراث نه شي اخیستی!دریم ځل يې وویل عبدالله میراث اخیستی شي!!! او له دې سره يې سترګې پټې شوې.

زامن يې حیران شول، چې په دوی کې به څوک میراث نه شي اخیستی! قاضي ته روان شو، څو ورته خپله ستونزه ووايي ، دغه قاضي هم په ډېره هوښیارتیا او ځېرکتیا مشهور و، په لاره روان و چې یو کوچی په مخه ورغی، کوچي ترې پوښتنه وکړه، ما نه اوښ ورک دی تاسې خو به نه وي لیدلی؟ درې واړو وویل نه، کوچۍ نور هم خواشینی شو، په خپله مخه روان شو، مخکې له دې چې له سترګو يې پناه شي، يو تن ورغږ کړې: اوښ دې په يوه سترګه ړوند و؟

کوچي وویل: هو
بل عبدالله ورغږ کړې، ايا اوښ دې ګوډ و؟
کوچي وویل: هو.
دریم عبدالله وویل: ايا لکۍ يې پرې وه؟
کوچي وویل: هو.

کوچی موسکی شو او ډېر خوشاله شو، ګومان يې وکړ چې دې خلکو ته اوښ معلوم دی، ورمنډې يې کړې او وايي هو همدغه اوښ زما دی چېرته مو ولید؟؟

درې واړو وویل په خدای که موږ لیدلای وي، کوچي ټکان وخوړ، په دوی يې دعوه وکړه، ورته يې وویل هرمرو به راسره قاضي ته ځئ، کله چې قاضي ته ورسېدل، کوچي خپله دعوه وړاندې کړه، قاضي پوښتنه وکړه تاسې څه پوه شوئ چې دا په يوه سترګه ړوند و، يو تن وویل: يو اړخ واښه خوړل شوي وو او د بل اړخ نه و خوړل شوي، نو پوه شوم چې دا په يوه سترګه ړوند دی، بیا يې وویل څه پوه شوئ چې لکۍ يې پرې ده، دوهم عبدالله وویل: که لکۍ يې واي نو پچۍ به يې هر لورې ته شیندلی وای، دا چې پچې ډېری ډېری پرتې وې نو پو ه شوم چې لکۍ نه لري، قاضي وویل نو څه پوه شوئ چې په يوه پښه ګوډ دی، دریم عبدالله وویل: د کيڼې پښې منډ يې په ځمکه کې ننوتی و خو د ښې پښې منډ يې نه و ننوتې، نو پوه شوم چې اوښ ګوډ دی، قاضي کوچي ته وویل ته دې خپلو غلو پسې وګرځه دا ستا غله نه دي، کوچې په خپله مخ لاړ، دوی وویل قاضي ضیب موږ خپله قضیه لرو، او بیا يې ورته ټوله کیسه وکړه، قاضي حیران شو، دوی ته يې وویل چې تاسې نن شپه له ماسره میلمانه یاست، سهار لمونځ به يو ځای وکړ او بیا به په محکمه کې ستاسې قضیه فیصله کړم.

درې واړه مېلمستون ته ننوتل، کیناستل يو تن وویل: پام مو وي چې څوک مو څاري! نوکر ماښامنۍ وروړه، غوښه او ډوډۍ يې ورته مخې ته کېښوده، يو عبدالله وویل، پام کوئ !! دا غوښه مه خورئ دا د سپي غوښه ده، دوهم چې ډوډۍ ته وکتل ويې ویل، چا چې دا ډوډۍ پخه کړې هغه ښځه امید واره ده!! دریم وویل څوک چې زموږ په منځ کې پرېکړه کوي هغه حرمونی دی.

د سهار لمونځ يې وکړ، محکمې کې راټول شول، څارونکي قاضي ته ټوله کیسه مخکې له مخکې کړې وه، چې قاضي سره مخ شول، قاضي ورته وویل تاسې ولې وايي چې تاسې ته د سپي غوښه پخه شوې وه؟ یو تن وویل قاضي صیب، کومې غوښې چې موږ خورو نو په هډوکۍ پيلږی، بیا غوښه وي، ورپسې وازده وي، خو کومه غوښه چې موږ ته راوړل شوه، لومړی هډوکی بیا وازده او ورپسې غوښه وه، نو پوه شوم چې د سپي غوښه ده، او يا د کوم خوړونکي حیوان غوښه ده، ځکه چې سپي او ماتونکی حیوان په پاسنۍ طبقه کې غوښې ته اړتیا لري، څو د ښکار په وخت ورسره کومک وکړي، که وازده يې د غوښې د پاسه وای، نو بدن به يې د پسه په څېر بوګه وای. قاضي امر وکړ چې نوکر راولئ، نوکر راغی، اعتراف يې وکړ، ويې ویل قاضي صیب ماته پرون وویل شول چې مېلمانه راځي، رمې ناوخته کړ، نو سپی مې راونیو.

قاضي بیا وویل: څه پوه شوئ چې دا ډوډۍ امیدواره مېرمنې پخه کړې، عبدالله وویل: د ډوۍ يوه مورګه هواره وه او بله يې بوګه ولاړه وه، نو پوه شوم چې په تناره کې ورستۍ برخې ته نه ده رسېدلې نو ځکه يې يو طرف ډېره موړه پاتې شوی دی، قاضي نور هم حیران شو چې دا اوس په چا اوښتی یم!!

قاضي بیا پوښتنه وکړه: نو څنګه پوه شوې چې زه حرمونی یم؟؟ يو عبدالله وویل، هر څوک چې په موږ پسې جاسوس راپسې کوي هغه حرمونی دی، قاضي خپلې مور ته ورغی، له هغې يې وپوښتل چې باید رښتیا ورته ووايي، مور يې وویل: هو ته حرمونی یې..

قاضي بېرته راووت ويې ویل: چا وویل چې دا غوښه د سپي ده؟
.یو عبدالله وویل ما دا خبره وکړه، قاضي وویل ته میراث اخیستی شئ.
بیا يې پوښتنه وکړه، چا وویل چې دا ډوډۍ امیدوارې مېرمن پخه کړې؟
يو عبدالله وویل ما دا خبره کړې، قاضي وویل ته هم میراث اخیستی شئ.
بیا قاضي وویل تاسې کې چا وویل چې زه حرمونی یم ؟

دریم عبدالله وویل:ما، قاضي وویل: ته میراث نه شې اخیستی، عبدالله وویل ولې؟ قاضي وویل: د حرموني زوی به د حرموني زوی پېژني. .

درې واړه وروڼه خپلې مور ته راغلل د هغه عبدالله په اړه يې پوښتنه وکړه چې میرث نه شي اخیستی، مور يې هم هغه عبدالله په نښه کړ چې قاضي په نښه کړی و، ويې ویل، دا میراث نه شي اخیستی، ځکه چې دا ستاسې ورور نه دی، او زما زوی نه دی، پلار مو يوه ورځ د مسجد څنګ ته وموند، ماته يې راوړه او ما رالوی کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د